Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

يا د خپلي واه واه کولو د پاره د الله پاک په لاره کښې خرچ كوي، الله پاک د هغوئي د پاره عبرتناک مثال ذِکر کړے دے، ارشاد دے:

فَمَثَلُہٗ  کَمَثَلِ صَفۡوَانٍ عَلَیۡہِ تُرَابٌ فَاَصَابَہٗ وَابِلٌ فَتَرَکَہٗ صَلۡدًا ؕ   لَا  یَقۡدِرُوۡنَ عَلٰی شَیۡءٍ مِّمَّا کَسَبُوۡا ؕ

(پارہ:3، سورۂ بقرہ:264)

[مفهوم] ترجَمۀ کنزُ العرفان: د هغه مثال داسې دے لکه يو ښويه کانړے وي، په هغې خاوره وي نو په هغې باندې زوردار باران اوشو او هغه ئې صفا کانړے پريښودو، داسې خلق به د خپلو کړو اعمالو نه په هيڅ څيز باندې هم قُدرت نه مومي.

لکه څنګه چې منافق کَس خلقو ته د ښودلو د پاره او د خپلې واه واه کولو د پاره مال خرچ كوي خو د هغه ثواب برباديږي، دغه شان په فقير باندې د احسان ضباطونکي او هغه له تکليف ورکوونکي ثواب هم ضائع کيږي. د دې په مثال باندې داسې ځان پوهه کړئ چې يوه صفا ګټه وي په کومه چې خاوره پرته وي، که چرې په هغې باندې تيز باران اوشي نو هغه ګته بالکل صفا کيږي او په هغې باندې د خاورې نوم او نشان پاتې نه شي. داسې مثال د منافق د عمل دے چې کتونکو ته معلومه وي چې عمل دے او د قيامت په ورځ به هغه ټول عمل باطِل شي.

      الله! الله! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! غور اوکړئ! انسان د خپل محنت ګټه د الله پاک په لار کښې خرچ كړي، بيا د رياکارئ په وجه د ثواب حقدار هم پاتې نه شي بلکه اُلټا د رياکارئ په وجه د ګناه حقدار جوړ شي نو دا څومره غټ نقصان دے.

د ټولو نه زيات په نقصان کښې څوک...؟

      الله پاك ارشاد فرمائي: