Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

په تفسير صراطُ الجنان کښې دي: بعضې خلقو به په صدقه کښې خراب مال ورکولو د هغوئي په باره کښې دا آيت نازل شو او اوفرمائيلے شو چې د الله پاک په لاره کښې خپل ګټلے شوے پاک او صفا ستهرا مال ورکوئ! د الله پاک په لار کښې خراب، سخا او ردي شوے مال مه ورکوئ، که چرې تۀ د الله پاک نه ښه جزا غواړې نو د هغه په لار کښې مال هم د اعلٰـى درجے ورکړه. غور اوکړئ لکه څنګه چې خراب مال تۀ د الله پاک په لار کښې ورکوے که چرې هغه مال تا له درکړے شي نو آيا تۀ به ئې قبول كړې! وړومبے خو به ئې قبلوې نه او که چرې قبول ئې هم کړې نو چرې به ئې هم په خوشحالئ نه اخلي بلکه په زړه کښې به ئې د بد ګڼلو سره اخلې نو چې کله د ځان د پاره د ښه اخستلو سوچ کوې نو د الله پاک په لار کښې د خرچ كولو په باره کښې هم ښه سوچ کوه. ډير خلق پخپله خو ښه استعمالوي خو چې کله د الله پاک په لاره کښې ورکول وي نو نه د استعمال قابل او خراب قِسم څيز ورکوي. د هغوئي د پاره په دې آيت کښې عبرت دے.[1]

د خرابو په بدله کښې خراب ميلاؤ شول

د خپل وخت اَبدال حضرت ابو جعفر بن خطاب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زما په ور کښې يو غوښتونکي آواز اوکړو ما د خپلې بـي بـي محترمې نه پوښتنه اوکړه: ستا سره څه شته؟ جواب ميلاؤ شو: 4 هګـئ دي. ما اووئيل: غوښتونکي له ورکړه. هغې حکم اومنلو. غوښتونکي انډے واخستلې او لاړو. لږ ساعت لا تير شوے نه وو چې ما له يو دوست د هګو نه ډکه ټوکرئ راوليږله. ما په کور کښې پوښتنه اوکړه: په دې کښې ټولې څومره هګـئ دي؟ هغې اووئيل: 30. ما اووئيل: ما خو فقير له 4 هګـئ ورکړې وے، دا 30 په کوم حِساب سره راغلې! اوئې وئيل: 30 هګـئ روغې دي او 10 ماتې دي. حضرت


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:3 ، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:167 ، جلد:1 ، صفحہ:404۔