Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

ادب نه دے ګنې چې مونږه اووايو چې تاسو په خپلو غلامانو باندې عاشق ئې.

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

په حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیّات د اعمالو دار و مدار په نيتونو باندې دے.[1]

      اے عاشقانِ رَسُول! ښه نيت بنده جنّت ته رَسَوي، د بيان اوريدلو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * عِلمِ دِين به زده کووم * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبٰی، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک نوم چې واورم نو درودِ پاک به لولم.

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د ړوند، برګي مرض والا او ګنجي امتحان

په يو اوګږد حديثِ پاک کښې د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بني اسرائيلو د 3 کَسانو واقعه بيان کړله، ډيره عبرتناکه او د سبق نه ډکه واقعه ده، زه ئې تاسو ته په خپلو لفظونو کښې خلاصةً بيانووم. په بني اسرائيلو کښې 3 کَسان وو، په هغوئي کښې يو د برګي (يعنې په بدن باندې د سپينو چاپونو نښو والا) مريض وو، دويم ګنجے وو او دريم ړوند وو. قدرت ته د هغوئي امتحان منظور وو، هم دغسې الله پاک د هغوئي د ازميښت د پاره يوه فرښته د انسان په شکل کښې را اوليږله. اوس هغه فرښته وړومبے د برګي  مرض والا خوا له راغله او پوښتنه ئې اوکړه: ستا د ټولو نه زيات کوم څيز خوښ دے؟


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔