Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

د بندګئ يو اهم ادب

      اے عاشقانِ رَسُول! دا خبره مونږ له هيڅ کله هيرول نه ده پکار چې مونږه د الله پاک بندګان يو، د لَا اِلٰہَ اِلَّا اللّٰہُ وئيلو سره مونږه اقرار کوو چې مونږه د الله پاک بندګان يو، هم هغه زمونږه رَبّ دے، هم هغه زمونږه خالِق دے، هم هغه زمونږه مالِک دے، هم هغه مونږه پالي، هم هغه مونږ له رزق راکوي، ځکه هم هغه واحِد  رښتينے خدائے دے کوم چې د عبادت لائق دے. ځکه خپله بندګي هميشه ياد ساتل پکار دي.

        علّامه شعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د بندګئ په آدابو کښې يو اَدب دے بنده ته چې څه عطا کړے شوي دي، په هغې کښې نه د څه څيز په باره کښې د خپل ملکيت دعوٰی کوي، نه په خپل زړه کښې دا خيال راولي چې زه د دې څيز مالک يم.

علّامه ابو الحسن شاذلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د څه څيز په باره کښې د ملکيت د دعوے کولو او په زړه کښې د دې ملکيت د خيال راوستلو نه ځان ساتئ! ځکه چې کوم بنده د ملکيت دعوٰی کوي، هغه (کامِل) مؤمِن نه دے، الله پاک فرمائي:

اِنَّ اللّٰہَ اشۡتَرٰی مِنَ الۡمُؤۡمِنِیۡنَ اَنۡفُسَہُمۡ وَ اَمۡوَالَہُمۡ  (پارہ:11 ، سورۂ توبه:111)

[مفهوم] ترجَمۀ کنزُ الايمان: بے شکه الله د مسلمانانو نه د هغوئي مالونه او ځانونه اخستي دي.

معلومه شوه: چې د هر مؤمِن مال او د هغه ځان د الله پاک ملکيت دے، ځکه يو مُؤمِن په خپل يو څيز کښې د ملکيت دعویٰ نشي کولے.[1]


 

 



[1]... اَلْاَنْوَارُ الْقُدْسِیَّۃ فی بیان آداب العبودیہ، صفحہ:31 خلاصۃً۔