Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

صدقه د هغه عمر زياتوي[1] * الله پاک د صدقے په برکت تکبر او فخر لرې کوي[2] * صدقه 70 قِسمه بلاګانے اودروي په کومو کښې چې د ټولو نه کمه بلا بدن ورانيدل او سپين داغونه دي.[3]   

د صدقے 4 آداب

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! چا له چې الله پاک توفيق ورکړي، هغوئي صدقے او خيراتونه کوي، زکوٰة ورکوونکي زکوٰة ورکوي او ډير زيات د الله پاک نيکان بندګان نفلي صدقے هم ورکوي، الله پاک دې د هغه ټولو کوششونه په خپله بارګاه کښې قبول کړي.

د صدقے کولو سره سره د دې د آدابو خيال ساتل هم ضروري دي. په سيپاره 3، سورۀ بقره، آيت: 261 نه 274 يعنې په 13 آيتونو کښې د صدقے فضيلتونه او آداب په تفصيل سره بيان کړے شوي دي، کوشش اوکړئ دغه مبارک آيتونه اولولئ! د تفسيرِ صراط الجنان، تفسير نُور العرفان او خزائن العرفان په مدد سره په دې آيتونو باندې د پوهيدو کوشش اوکړئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! ډير زيات عِلمِ دين به هم د زده کولو د پاره ميلاويږي او که چرې الله پاک اوغوښتل نو د قرآن په نُور سره به زړه هم روښانه شي. راځئ! په دې آيتونو کښې د بيان کړے شوؤ د صدقے آداب اورو:

(1-2): د تکليف ورکولو او احسان ضباطلو نه بچ اوسئ!

د صدقے وړومبي 2 آداب دا دي چې انسان صدقه ورکړي نو چې چا له ئې صدقه ورکړې


 

 



[1]... معجمِ کبیر، جلد:6 ، صفحہ:440، حدیث:13508۔

[2]...معجمِ کبیر، جلد:6 ،صفحہ:440 ، حدیث:13508۔

[3]... تاریخِ بغداد، جلد:8 ، صفحہ:204 ۔