Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

خپلې خولې د ګټې نتيجه اوګڼي نو په هغه کښې غرور هم راځي * کله چې انسان مال خپل ملکيت اوګڼي نو په هغه کښې خپل ځان ښه ګڼل هم راځي * هغه نور خلق سپک هم ګڼي * عياش پرست هم شي * فضول خرچه هم شي * د زکوٰة او مال نورو حقونو له د ټيکس نوم هم ورکوي او * د ناشکرئ په ګرداب کښې د پريوتو سره د هدايت د لارې نه هم لرې ووځي.

دې د پاره که چرې الله پاک مونږ له د مال و دولت نعمت راکړي نو مونږ له خپل تير حالت هيڅ کله هم نه دي هيرول پکار، په مونږه کښې څوک هم مالداره نه دے پيدا شوے، مونږه چې کله دنيا ته راغلو خالي لاسونه وو، کله چې به د دُنيا نه ځو نو خالي لاسونه به ځو، د دې دواړو حالتونو ترمينځه چې مونږ ته کوم مال او دولت، مرتبه او مقام ميلاؤ شوے دے، هغه زمونږه ذاتي نه دے، د الله پاک عطا کړے شوے دے، دا هم د الله پاک ملکيت دے، مونږه صرف او صرف د دې مال اَمِين او خليفه يو. الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ اَنۡفِقُوۡا مِمَّا جَعَلَکُمۡ  مُّسۡتَخۡلَفِیۡنَ فِیۡہِ ؕ      (پارہ:27 ، سورۂ حدید:7)

ترجَمه: او خرچ کړئ د هغه مال نه چې مالکان کړے شوئ تاسو په هغې کښې.

يعنې اے خلقو! دا مال کوم چې ستاسو په قبضه کښې دے، دا ټول د الله پاک دے، هغه تا ته د فائدې اوچتولو د پاره درکړے دے، تۀ په حقيقي طور باندې د دې مالک نه ئې بلکه د نائِب او وکيل په شان ئې.[1]

د قارُون يوه باطِني بيماري

قارون ډير زيات مالداره وو، د هغه همره مالداره نن صبا په دُنيا څوك کيدے نشي، د هغه


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:27 ، سورۂ حدید، زیرِ آیت:7 ، جلد:9 ، صفحہ:718 بتغیر قلیل۔