Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

قُـلۡ ہَـل نُنَبِّئُکُمۡ  بِالۡاَخۡسَرِیۡنَ اَعۡمَـالًا (۱۰۳  اَلَّذِیۡنَ ضَـلَّ سَعۡیُہُـمۡ فِـی الۡحَیٰوۃِ  الـدُّنۡیَا وَ ہُـمۡ یَحۡسَبُوۡنَ اَنَّہُـمۡ یُحۡسِنُوۡنَ صُنۡعًا (۱۰۴)  (پارہ:16، سورۂ کہف:103.-104)

[مفهوم] ترجَمۀ کنزُ العرفان: تۀ اوفرمايا: آيا مونږه تاسو ته اووايو چې د ټولو نه زيات خراب عمل والا څوک دي؟ هغه خلق د کومو چې ټول کوششونه د دُنيا په ژوند کښې برباد شول حالانکه هغوئي دا ګمان کوي چې هغوئي ښه کار کوي.

په دې آيتونو کښې اووئيل شو چې هغه کَس کوم چې په دُنيا کښې محنت کولو، کوشش کولو، هغه په ظاهره باندې خپل وخت ضائع نه کړو او هغه دا ګڼله چې زه ډير ښه کار کووم، زه ډيرې نيکئ ګټم خو چې کله د قيامت په ورځ د الله پاک په بارګاه کښې حاضر شو نو معلومه شوه چې هغه ټول محنت، ټول کوشش خو ضائع شو، دا هغه کَس دے کوم چې به د قيامت په ورځ د ټولو نه په زياته خساره او نقصان کښې وي.

علَّامه قُرطَبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت لاندې فرمائي: د دې بنده عملونه به ضائع شي يا دې د پاره چې دا بد عقيده وو، کافر وو، بد مذهبه وو، يا بيا دې د پاره به ئې عملونه ضائع شي چې ده به رياکاري او ځان ښودنه کوله.[1]

رياکار د الله پاک سره بد ديانتئ کوو نكے دے

     يو ځل يو کَس په بارګاهِ رسالت کښې عرض اوکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د قيامت په ورځ به کوم يو څيز نجات ورکوي؟ خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د الله پاک سره بد ديانتي نه کول. هغه کَس بيا عرض اوکړو: بنده د الله پاک سره بدديانتي څنګه کولے شي؟ اوئې فرمائيل: دغه شان چې تۀ د الله پاک او د هغه د


 

 



[1]... تفسیرِ قرطبی، پارہ:16، سورۂ کہف، زیرِآیت:103، جز:10، جلد:5، صفحہ:302۔