Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

کمينه وے * ما هم تا له مال درکړو * تۀ زما په ټکړو غټيږې * داسې چې د کومو غريبانانو تصويرونه يا ويډيوګانے په سوشل ميډيا باندې وركوي * پوسټرې جوړوي يا ئې په اخبارونو کښې چاپ کوي، هغوئي له غور کول پکار دي، د دې څه لږ وخت د واه واه په خاطِر د څومره غټ ثواب نه د محرومئ ذريعه جوړوي. الله پاک دې مونږ له خالص د الله پاک د رضا په خاطِر د ثواب اُمِّيدوار کيدلو سره د الله پاک په لاره کښې د خرچ كولو او د الله پاک د پټ تدبير نه د ويريدلو توفيق راکړي.

احسان ضباطل ګناه ده

ياد ساتئ! (1) احسان ضباطل غټه ګناه، حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے [1] (2) د صدقے ورکولو [نه پس] احسان ضباطلو سره د صدقے ثواب ضائع كيږي [2] (3): د احسان ضباطلو سره عام طور د مسلمان (يعنې چا له ئې چې صدقه وغيره ورکړه، د هغه) زړه هم آزاريږي، ځکه د احسان ضباطلو د ګناه نه د توبه کولو د پاره د متعلقه کَس نه معافي غوښتل هم ضروري دي، ګنې بيا به توبه پوره نه وي.

(3): د رياکارئ نه بچ اوسئ!

        د صدقے دريم اَدَب دا دے چې په صدقه او خيرات کښې نِيَّت ښه اوساتلے شي، صرف او صرف د الله پاک د رضا حاصلولو د پاره دې صدقه اوکړے شي، د رياکارئ، خلقو ته د ښودلو او د خپلې واه واه خواهش دې اونه ساتلے شي. کوم خلق چې خلقو ته د ښودلو


 

 



[1]... تبیین المحارم، الباب الثالث و العشرون …الخ، صفحہ:134 ملتقطًا۔

[2]... فیض القدیر، جلد:2 ، صفحہ:317 ، تحت الحدیث:1769۔