Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

د پټې صدقے سره د الله پاک د غضب اور مړ کيږي، د الله پاک رضا حاصليږي، دا نعمتونه د غرونو، اوسپنې، اور، اوبو، هوا نه نشي حاصليدے، ځکه دا صدقه د ټولو نه غوره ده.[1]

الله پاک دې مونږ له د رياکارئ د آفت نه د بچ کيدو توفيق راکړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

میرا  ہر  عمل  بس تیرے  واسطے  ہو                                                                     کر  اخلاص    ایسا    عطا   یا    الٰہی!

(4) بهترين څيز د الله پاک په لار کښې خرچ كړئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د زکوٰة او نورو صدقو او خيراتونو وغيره په آدابو کښې څلورم ادب دا دے چې انسان په مال کښې بهترين څيز د الله پاک په لار کښې خرچ كړي. په قرآنِ کريم کښې ارشاد دے:

یٰۤاَیُّہَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡۤا اَنۡفِقُوۡا مِنۡ طَیِّبٰتِ مَا کَسَبۡتُمۡ وَ مِمَّاۤ اَخۡرَجۡنَا لَکُمۡ مِّنَ الۡاَرۡضِ ۪   وَ لَا تَیَمَّمُوا الۡخَبِیۡثَ مِنۡہُ تُنۡفِقُوۡنَ وَ لَسۡتُمۡ بِاٰخِذِیۡہِ اِلَّاۤ اَنۡ تُغۡمِضُوۡا فِیۡہِ ؕ   وَ اعۡلَمُوۡۤا  اَنَّ اللّٰہَ غَنِیٌّ حَمِیۡدٌ (۲۶۷)  (پارہ:3 ، سورۂ بقرہ:267)

[مفهوم] ترجَمۀ کنزُ العرفان: اے ايمان والؤ! په خپلو پاکو ګټو کښې او په هغې کښې کوم چې مونږه ستاسو د پاره د زمکې نه راټوکولي دي (د الله په لار کښې) څه خرچ كړئ او د خرچ كولو سره خاص د خراب مال (ورکولو) اراده مه کوئ حالانکه (که چرې هغه تاسو له درکړے شي نو) تاسو به هغه د سترګو پټولو نه بغير قبول نه کړئ او پوهه شئ چې الله بے پرواه، د حمد لائق دے.


 

 



[1]... مراٰۃ المناجیح ، جلد:3 ، صفحہ:114۔