Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

د ټولو نه طاقتور څوک...؟

       د حضرت اَنَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د الله پاک خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کله چې الله پاک زمکه پيدا کړه نو هغه په خوزيدو شوه نو الله پاک غرونه په دې کښې دننه کړل په کومې چې زمکه اودريدله، فرښتې د غرونو په مضبوطئ باندې حيرانه شولې او عرض ئې اوکړو: الٰهی! آيا تا د غرونو نه هم زيات سخت او شديد څه مخلوق پيدا كړے دے؟ الله پاک اوفرمائيل: آؤ! هغه اوسپنه ده. هغوئي عرض اوکړو: الٰهی! آيا تا د اوسپنې نه هم زيات مضبوط څه مخلوق پيدا کړے دے؟ اوئې فرمائيل: آؤ! هغه اور دے. فرښتو بيا عرض اوکړو: مولا! آيا د اور نه هم زيات طاقتور مو څه مخلوق پيدا کړے دے؟ ارشاد اوشو: هغه اوبه دي. فرښتې عرض ګزاره شولې: اے رَبَّ! آيا څه مخلوق مو د اوبو نه هم زيات طاقتور پيدا کړے دے؟ ارشاد ئې اوفرمائيلو: هغه هوا ده. هغوئي بيا عرض اوکړو: اے پروردګاره! آيا د هوا نه هم زيات سخت مو څه مخلوق پيدا کړے دے؟ الله پاک اوفرمائيل: آؤ هغه انسان دے چې کله په ښي لاس صدقه اوکړي نو هغه د ګَس لاس نه پټه کړي.[1]

مشهور مُفَسِّرِ قرآن، حکيم الاُمّت حضرت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: داسې (پټه) صدقه کوونکے سخي هغه سرکشه نفس تابعدار جوړوي کوم چې د غر نه زيات سخت، د سمندر او د هوا نه زيات طوفاني دے، نفس وړومبے خو بخل ور زده کوي کله چې سخاوت اوکړے شي نو خلقو ته ځان ښودل خوښوي، دا پټ سخاوت کوونکے د نفس دواړه خواهشونه چقوي او د نفس اور مړ کوي ځکه ډير بهادر دے،


 

 



[1]... ترمذی ،کتاب تفسیر القرآن، صفحہ:776 ، حدیث:3369۔