Sadqa Ke Fazail o Adaab

Book Name:Sadqa Ke Fazail o Adaab

په تفسيرِ صراطُ الجنان کښې د دې آيت لاندې دي: د الله پاک په لاره کښې د اخلاص سره لګول د قرض سره تعبير اوفرمائيل، دا د الله پاک د کمال درجے لطف او کرم دے ځکه چې بنده هغه جوړ کړے دے او د بنده مال د هغه عطا کړے شوے دے، حقيقي مالک هغه ولې بنده د هغه په عطا سره مجازي مالک ساتي خو د قرض سره په تعبير فرمائيلو کښې دا خبره په زړه کښې کښينول مقصد دے چې لکه څنګه چې قرض ورکولو والا تسلي ساتي چې د هغه مال نه ضائع کيږي او هغه د دې د واپسئ حقدار هم دے، داسې د الله پاک په لاره کښې لګولو والا ته تسلي ساتل پکار ده چې هغه به د دې لګولو بدله يقيناً بيامومي او هغه هم معمولي نه بلکه څو چنده زياته بيامومي. 700 چنده هم کيدے شي او د دې نه په لکونو چنده زياته هم کيدے شي. د صدقے سره په مال کښې هم برکت راځي او په آخرت کښې هم اجر و ثواب ميلاويږي. که چرې د دنيا د لکونو مالدارانو سروے اوکړے شي نو تاسو ته به معلومه شي چې په هغوئي کښې زياته صدقه او خيرات ډير کوي او په لکونو غريبانانو ته اوګورئ په هغوئي کښې به ګڼ شمير د صدقے او خيرات نه ځان لرې ساتي.[1]

ځان په هلاکت کښې مه غورځوئ!

اَللهُ اکبر! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د صدقے په فضائلو باندې غور اوکړئ! کوم بنده چې د الله پاک په عطا کړے شوي مال کښې هم د الله پاک په لاره کښې خرچ كوي، الله پاک هغه ته قرض فرمائي او په هغې باندې د څو چنده اَجر وعده هم فرمائي. بيا څه وجه ده چې مونږه د هغه راکړے شوے مال د هغه په لاره کښې نه خرچ كوو. مونږ له صدقه او


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان ،پارہ:2 ،سورۂ بقرہ ،زیرِ آیت:245 ،جلد:1 ،صفحہ:367بتغیر قلیل۔