Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail
یُعۡرَفُ الۡمُجۡرِمُوۡنَ بِسِیۡمٰہُمۡ فَیُؤۡخَذُ بِالنَّوَاصِیۡ وَ الۡاَقۡدَامِ (ۚ۴۱) (پارہ:27، سورۂ رحمٰن:41)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: مجرمان به د خپلو مخونو نه پيژندلے شي نو د تندي او ښپو نه به نيولے شي او دوزخ ته به غورځولے شي۔
لکه چې الله پاک فرمائي: اے زما بنده ګانو! په اوداسه کښې مخ وينځئ د پاره د دې چې د قيامت په ورځ باندې ستا مخ نه توريږي بلکه زه ستاسو مخ اوپړقووم * خپل لاسونه وينځئ د پاره د دې چې د قيامت په ورځ تاسو ته عمل نامه په ګڅ لاس نه بلکه په ښي لاس کښې درکړے شي * په خپل سر باندې مسح کوئ د پاره د دې چې تاسو د تندي نه د نيولو سره دوزخ ته اونه غورځولے شئ بلکه ستاسو په سر باندې جنتي تاج کيښودے شي * اے زما بنده ګانو! ښپې وينځئ د پاره د دې چې ستاسو په ښپو کښې د دوزخ بيړئ نه پريوځئ، نه په پل صراط باندې ستاسو ښپې اونه خوئيږي بلکه تاسو په آرام سره په پُلِ صراط تير شئ او جنت ته لاړ شئ! ([1])
اے عاشقانِ رَسُول! مونږه واوريدل چې د اوداسه څومره عظيم برکتونه دي، د اودس کولو سره ګناهونه رژيږي، * د دې په برکت سره به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د قيامت په ورځ عمل نامه په ښي لاس ميلاؤيږي * مخ به نه توريږي بلکه په نُور باندې به پړقيږي * په پل صراط باندې به ثابت قدمي نصيب کيږي او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! جنت ته به تلل نصيب کيږي۔
ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه په اودس کښې اوسيدل خپل عادت جوړ کړو۔ مونږه