Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ د رِسالت تاجدار، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                                                                        جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

د زُلفو او د سر د ويښتو سُنَّت او آداب

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک: د چا چې ويښته وي هغه دې د هغې اِکرام اوکړي۔ ([2]) يعني هغه دې وينځي، تيل دې ورکوي (يعني غوړوي دې) او ګمنځوي دې۔

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زُلفان مُبارک به کله د غوږونو مبارکو د نيمې پورې * کله به د غوږونو مبارکو د آخرئ حصې پورې او * بعضې وخت به چې غټ شو نو د اوګو مبارکو يعني د اوګو مبارکو سره به ئې لګيدل * مونږ له پکار دي چې موقع په موقع درې واړه سُنَّت ادا کړو، يعني کله د غوږونو د نيمې پورې، نو کله د دواړو غوږونو پورې او کله تر اوګو پورې ويښته اوساتو * بعضې خلق (په ويښتو کښې) نيغه يا اُلټا لاره (کرښه) اوباسي دا د سُنَّت خلاف کار دے * سُنَّت دا دي چې که چرې په سر باندې ويښته وي نو په مينځ کښې ئې لاره (کرښه) ويستلے شي * د نارينه سره اختيار دے چې د سر ټول ويښته اوخَرَئي يا ئې غټ کړي او په مينځ کښې ئې لاره (کرښه) اوباسي * حضرت اَنَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: خوږ آقا، د مدينې


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔

[2]... ابو داؤد، کتاب الترجل، باب فی اصلاح الشعر، صفحہ:653، حدیث:4163 ۔