Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

     سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! لکه چې په اودس کښې د دُنيا او آخِرت خيرونه کيښودے شوي دي * که په رزق کښې زياتوالے غواړې، نو په اودس کښې اوسه * که د مصيبتونو نه حفاظت غواړې، په اودس کښې اوسه، * که ښه ښه خوبونه ليدل غواړې، په اودس کښې اوده کيږه! * که نيکئ غواړې، په اودس کښې اوسه * که د نيک لمونځ ګزاره جوړيدو خواهش دے، تکبيرِ اُولیٰ غواړې، په اودس کښې اوسه * که د قيامت په ورځ عمل نامه په ښي لاس کښې غواړې، په اودس کښې اوسه! * که د قيامت په ورځ د پړقيدونکي مخ خواهش لرې، په اودس کښې اوسه! * که په پل صراط ثابت قدمي غواړې، په اودس کښې اوسه۔۔۔!! غور اوکړئ هغه کوم يو نعمت دے، کوم چې په دې آسانه نيکئ کښې نشته۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اودس نايابه نعمت دے۔ الله پاک دې مونږ له په اودس کښې د اوسيدو توفيق راکړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

اودس او سائنس

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اسلام مونږ له په سوؤنو کاله مخکښې د اودس تعليم راکړے دے، اوس د سائنس دور دے نو سائنس هم د اودس فائدې منلې دي۔ د يو صاحب بيان دے: چې ما په بليجيم کښې د يونيورسټئ يو غير مسلمه طالبِ علم ته د اسلام دعوت ورکړو۔ هغه پوښتنه اوکړه، په اودس کښې څه څه سائنسي حکمتونه دي؟ زما سره جواب نه وو۔ هغه مې د يو عالِم خوا له بوتلو خو د هغه سره هم د دې معلومات نه وو۔ تر دې پورې چې سائنسي معلومات لرونکي يو کَس هغه ته د اودس ډيرې خوبيانې بيان کړې خو