Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

د څټ د مسح په حکمت ښودلو کښې هغه هم ناکامه شو۔ هغه غير مسلمه ځلمے لاړے۔ څه موده پس راغلے او اوئې وئيل: زمونږه پروفيسر په ليکچر کښې اووئيل: که چرې د څټ په شا  او اړخونو باندې هره ورځ د اوبو يو څو څاڅکي اوکړے شي نو د ملا د تير د هډوکي او د حرام مَغز د خرابئ نه د پيدا کيدونکو مرضونو نه تحفظ حاصليږي۔ دا چې مې واوريدل نو په اودس کښې په څټ د مسح کولو په حکمت باندې پوهه شوم ځکه زه مسلمانيدل غواړم او هغه مسلمان شو۔ ([1])

د غير مسلمه سائنسدان ډير نا اشنا انکشاف

په مغربي ملکونو کښې د مايوسئ يعنې د (Depression) مرض په ترقئ باندې دے، دماغ فيل کيږي، د پاګل خانو شميره زياتيږي۔ د نفسياتي مرضونو  ماهرانو له مريضان ځي راځي۔ د مغربي جرمني ډپلومه لرونکے يو پاکستانے فِزيو تهراپِسټ وائي: په مغربي جرمني کښې يو سيمينار اوشو د کوم موضوع چې وه د مايوسئ (Depression) علاج د دويانو نه علاوه په نورو کومو طريقو سره ممکن دے۔ يو ډاکټر په خپله مقاله کښې نا اشنا انکشاف اوکړو چې ما د ډپريشن د يو څو مريضانو هره ورځ 5 ځله خُلې وينځلې څه موده پس د هغوئي بيماري کمه شوه۔ بيا مې هم داسې د مريضانو د دويم ګروپ هره ورځ 5 ځله لاسونه، خُلې او ښپې وينځلې نو مرض کافي ټيک شو (يعنې کمے پکښې راغلے)۔ هم دغه ډاکټر د خپلې مقالې په آخره کښې دا خبره مني: چې په مسلمانانو کښې د مايوسئ مرض کم وي ځکه چې هغوئي په ورځ کښې څو ځل لاسونه، خُله او ښپې وينځي (يعنې اودس کوي) ۔


 

 



[1]... وضو اور سائنس ، صفحہ :1 ۔