Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

آه! اوس زمونږه حال بالکل اُلټا دے، الله والوؤ به کوشش کولو چې هغوئي ته عيب ښکاره نشي، اوس خلق د نورو عيبونه لټوي، کوشش کولے شي چې په څه طريقه د فلانکي عيب په نظر راشي او زه هغه خلقو ته  اووايم او هغه بدنام کړم۔ الله پاک دې زمونږه په حال باندې رحم اوکړي۔ کاش! د نورو عيب لټولو والا نه بلکه په عيبونو باندې د پردې اچولو والا جوړ شو۔

عیبوں کو ڈھونڈتی ہے فقط عیب جُو کی نظر                                                                                                    جو خوش مزاج ہیں حسن و کمال دیکھتے ہیں

اودس کله  او څنګه  شروع شو؟

يو ځل د مسلمانانو څلورم خليفه اَمِيرُ المُؤمِنِين حضرت علي المرتضیٰ شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ طواف کولو، په دې وخت کښې چا د هغوئي په اوګه باندې لاس کيښودو او عرض ئې اوکړو: عالي جاه! يوه پوښتنه کووم۔ حضرت علي المرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خاموشي اختيار کړه او طواف ئې جاري اوساتو، د طواف 7 چکرې ئې پوره کړې، بيا ئې په حطيمِ کعبه کښې د طواف 2 رکعتونه ادا کړل، بيا ئې اوفرمائيل: اَیْنَ السَّائِل؟ هغه پوښتنه کوونکے چرته دے؟ هغه کَس حاضر شو۔ اوئې فرمائيل: اوس پوښتنه اوکړه! هغه عرض اوکړو: اَسْاَلُکَ عَنْ بَدْءِ الْوُضُوْءِ کَیْفَ کَانَ وَ اَیْنَ کَان؟ يعنې دا اوفرمائيئ! چې اودس کله او څنګه شروع شو؟

اوس واورئ! د بابِ مَدِينةُ جواب۔۔۔!! مولا علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: کله چې الله پاک فرښتو ته فرمائيلي وو:

اِنِّیۡ جَاعِلٌ فِی الۡاَرۡضِ خَلِیۡفَۃً ؕ  (پارہ:1، سورۂ بقرہ:30)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: زه په زمکه کښې خپل نائب جوړولو والا يم۔