Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail
زمونږه د ګناهونو د معافئ، د مغفرت او د بخښنې او د الله پاک د رضا دولت نصيب شي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
تُو بس رہنا سدا راضی نہیں ہے تابِ ناراضی تُو نا خوش جس سے ہو برباد ہے تیری قسم مولیٰ!
عطا کر عافیت تُو نَزْع و قَبْر وحَشْر میں یاربّ وسیلہ فاطِمہ زَہرا کا کر لطف و کرم مولیٰ!([1])
د صِدِّيق د اولاد په وسيله په اُمَّت باندې کرم
د بخاري او مسلم روايت دے، يو ځل خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان سره په سفر وو، د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت عائشه صديقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها هم سفر کولو، په لاره کښې په يو ځائے کښې د حضرت عائشه صديقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د غاړې مبارکې خار ورک شو، هم دا رنګه د لټولو د پاره قافله اودرولے شوه، شپه شوې وه، تياره خوره وه، ځکه دغه شپه هم په دغه ځائے کښې تيره کړے شوه، سبا چې کله د سحر د لمانځه وخت شو نو اودسونه کول وو خو دلته خو هډو اوبه نه وې۔ په دې موقع باندې د 6 سيپارې، سُوره مائده 6 نمبر آيت نازِل شو، الله پاک اوفرمائيل:
یٰۤاَیُّہَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡۤا اِذَا قُمۡتُمۡ اِلَی الصَّلٰوۃِ فَاغۡسِلُوۡا وُجُوۡہَکُمۡ وَ اَیۡدِیَکُمۡ اِلَی الۡمَرَافِقِ وَ امۡسَحُوۡا بِرُءُوۡسِکُمۡ وَ اَرۡجُلَکُمۡ اِلَی الۡکَعۡبَیۡنِ ؕ وَ اِنۡ کُنۡتُمۡ جُنُبًا فَاطَّہَّرُوۡا ؕ وَ اِنۡ کُنۡتُمۡ مَّرۡضٰۤی اَوۡ عَلٰی سَفَرٍ اَوۡ جَآءَ اَحَدٌ مِّنۡکُمۡ مِّنَ الۡغَآئِطِ اَوۡ لٰمَسۡتُمُ النِّسَآءَ فَلَمۡ تَجِدُوۡا مَآءً فَتَیَمَّمُوۡا صَعِیۡدًا طَیِّبًا فَامۡسَحُوۡا بِوُجُوۡہِکُمۡ وَ اَیۡدِیۡکُمۡ مِّنۡہُ ؕ مَا یُرِیۡدُ اللّٰہُ لِیَجۡعَلَ عَلَیۡکُمۡ مِّنۡ حَرَجٍ وَّ لٰکِنۡ یُّرِیۡدُ لِیُطَہِّرَکُمۡ وَ لِیُتِمَّ نِعۡمَتَہٗ عَلَیۡکُمۡ لَعَلَّکُمۡ تَشۡکُرُوۡنَ (۶)
(پارہ:6، سورۂ مائدہ:6)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: اے ايمان والوؤ چې کله د لمونځ د پاره اودريدل غواړئ نو خپل مخونه وينځئ او د سنګلو پورې لاسونه او په سرونو باندې مسح اوکړئ او د ګِيټو پورې