Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

اوفرمائيل: څوک چې هميشه په اودس کښې اوسي الله پاک به هغه له 7 فضيلتونه ورکړي (1): فرښتې به د هغه په صحبت کښې رغبت کوي (2): قلم به د هغه نيکئ ليکي (3): د هغه اندامونه به تسبيح کوي (4): د هغه نه به تکبيرِ اُولیٰ نه قضا کيږي (5): چې کله اوده کيږي الله پاک به څه فرښتې راليږي چې د پيريانو او انسانانو د شر نه د هغه حفاظت کوي (6): د مرګ سختې به په هغه باندې آسانيږي (7): چې تر څو پورې په اودس کښې وي د الله پاک په امان کښې به وي۔ ([1])

دے شوقِ تلاوت دے ذَوقِ عبادت                                                 رہوں  باوضو  میں  سدا  یاالٰہی([2])

په اودس کښې د اوسيدو دنيائي فائدې

اے عاشقانِ رَسُول! په اودس کښې د اوسيدو چې چرته ديني فائدې دي، د دې سره سره ئې ډيرې زياتې دنيائي فائدې هم دي مثلاً * په اودس کښې د اوسيدو په برکت د ډيرو بيمارو نه حفاظت کيږي * چې اودس اوکړې او د کوم کار د پاره د کور نه ووځې، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هغه کار به کيږي۔ ([3]) * په اودس کښې د اوسيدو په برکت سره ځان اعتماد هم ميلاؤيږي * او په اودس کښې د اوسيدو په برکت سره رزق هم زياتيږي۔ آؤ جي! په حديثِ پاک کښې دي: هميشه په اودس کښې اوسئ، ستاسو په رزق کښې به فراختيا راځي۔ ([4])


 

 



[1]... فتاویٰ رضویہ، جلد: 1، صفحہ: 945۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ: 102۔

[3]... بہشت کی کنجیاں ، صفحہ :60 بتغیر قلیل ۔

[4]... جامع الاحادیث، جلد:19، صفحہ:406، حدیث:14922۔