Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

ځلمے ئې په اودس کولو اوليدو، د هغه نه په اودس (کښې د استعمال شوؤ اوبو) څاڅکي څڅيدل۔ هغوئي اوفرمائيل: اے ځويه! د مور پلار د نافرمانئ نه توبه کړه۔ هغه فوراً عرض اوکړو: ما توبه کړله۔ د يو بَل کَس په اودس (کښې د استعمال شوؤ اوبو) څاڅکي چې ئې اوليدل، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه کَس ته اوفرمائيل: اے زما وروره! تۀ د زِنا نه توبه کړه۔ هغه عرض اوکړو ما توبه کړه۔ د يو بَل کَس د اودس [د اوبو] څاڅکي چې ئې اوليدل نو هغه ته ئې اوفرمائيل: د شرابو څښلو او د سندرو باجو اوريدو نه توبه کړه۔ هغه عرض اوکړو: ما توبه کړه۔ په حضرت امام اعظم ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې به د کَشف له وجې چونکه د خلقو عُيُوب ظاهريدل ځکه هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک په دربار کښې د دې کشف د ختميدو دُعا اوکړه: الله پاک دُعا قبوله کړه په کومې چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د اودس کوونکو د ګناهونو رژيدل په نظر راتلل بند شو۔ ([1])

عيب مه لټوئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د ايمان نه د ډکې دې واقعې نه مونږ ته 2 مدني ګلونه د زدکړې د پاره ميلاؤ شول (1): يو خو دا چې د اودس په برکت سره ګناهونه رژيږي (2): دويم مدني ګُل دا هم معلوم شو چې د الله پاک نيکانو بنده ګانو به د نورو خلقو عيبونه ليدل نه خوښول، اوګورئ! امام اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته به د کرامت په طور باندې د نورو خلقو عيب په نظر راتللو نو هغوئي دُعا اوکړه چې دا کرامت د هغوئي نه واپس واخستلے شي۔


 

 



[1]... میزان الکبریٰ، کتاب الطہارۃ، جز:1، صفحہ: 130۔