Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

جواب ورکړو او اوئې فرمائيل: ما يوه ورځ ليدلي وو چې سرکارِ نامدار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اودس کړے وو او د اودس کولو نه پس مُسکے شوے وو او صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته ئې فرمائيلي وو: [تاسو ته] پته شته چې زه ولې مُسکے شوم؟ بيا مکي مدني مصطفٰے، احمدِ مجتبیٰ هم پخپله اوفرمائيل: چې کله انسان اودس کوي نو د مخ وينځلو سره د مخ او د لاسونو د وينځلو سره د لاسونو او په سر د مسح کولو سره د سر او د ښپو د وينځلو سره د ښپو ګناهونه رژيږي۔ ([1])

وُضُو کرکے خَنداں  ہوئے شاہِ عثماں                                                            کہا: کیوں  تَبسُّم بھلا کر رہا ہوں؟

جوابِ سُوالِ  مخاطب  دیا   پھر                                 کسی کی ادا  کو ادا  کر رہا  ہوں

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                              صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د مصطفٰے د ادا سره مينه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! تاسو اوکتل چې صحابه کرامو عَليهمُ الرّضوَان به د سرکارِ ذي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هره يوه ادا او هر يو سُنَّت څنګه خپلولو۔ د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د مبارک ژوند دا ځانګړے او د عشق نه ډک اړخ دے، بس چې هغوئي ته څنګه پته اولګي چې دا کار خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کړے دے، بيا هغه کار کول، د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ادا خپلول لکه چې د هغوئي د ژوند نصبُ العَين (يعنې مقصد) جوړ شوے وو۔ د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان سيرت اولولئ او اوګورئ! هغوئي به د مصطفٰے (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) په ادا خپلولو کښې دا سوچ نه کولو چې مونږه دا اوکړو نو مونږ ته به څه ميلاؤيږي، د هغوئي به د عشق نه ډک دا سوچ وو


 

 



[1]... مسندِ امام  احمد ، جلد: 1، صفحہ: 190، حدیث: 423۔