Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail
سستي کوؤ، کاش! چې مونږه دا سستي ختمه کړو، په اودس کولو کښې چمتو شو، چې کله اودس مات شي، زر بيرته د اودس کولو عادت جوړ کړو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دا عارضي خواري به د قيامت په ورځ د آسانو ميلاؤيدو ذريعه جوړه شي! د نور ترغيب د پاره د اوداسه په فضيلتونو باندې حديثونه اورو:
د اوداسه په فضيلتونو باندې 3 حديثونه
(1): حضرت ثوبان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: سيدها اوسئ خو تاسو به دا اونکړے شئ او ياد ساتئ چې ستاسو بهترين عمل لمونځ دے او د اودس حفاظت مؤمن کوي۔ ([1]) (يعنې هميشه په اودس کښې اوسيدل يا هميشه صحيح اودس کول د کامل مؤمِن پيژندګلو ده۔) (2): د مدينې تاجدار، مکي مدني سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت اَنَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته اوفرمائيل: ځويه! که چرې تۀ تَل په اودس کښې د اوسيدو وَس لرې نو هم داسې کوه ځکه چې مَلکُ المَوت چې د کوم بنده روح د اودس په حالت کښې قبض کوي د هغه د پاره شهادت ليکلے شي۔ ([2]) (3): په يو حديث شريف کښې دي: په اودس کښې اوده کيدونکے د روژې نيولو سره د عبادت کوونکي په شان دے۔ ([3])
سُبْحٰنَ اللہ! الله پاک دې مونږ ته هميشه په اودس کښې د اوسيدو توفيق راکړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.