Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail
په قوتُ القُلُوب کښې دي: مصطفٰے جانِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کله چې بنده په اودس کښې اوده شي د هغه روح د عرش په لور وړلے کيږي نو د هغه خوبونه رښتوني وي۔ که چرې په اودس کښې اوده نه شي نو د هغه روح د رسيدو توان نه لري او هغه د پريشانئ خوبونه ويني کوم چې رښتوني نه وي۔ ([1])
الله پاک حضرت موسیٰ کليمُ الله عَلَیْهِ السَّلَام ته اوفرمائيل: اے موسیٰ! که چرې بے اودسه تا ته څه مصيبت اورسي نو پخپله خپل ځان ملامته کړه۔ ([2])
الله! الله! معلومه شوه: چې په اودس کښې د اوسيدو په برکت سره د مصيبتونو نه حفاظت کيږي۔ کاش! چې مونږه په اودس کښې اوسيدونکي جوړ شو۔
هميشه په اودس کښې اوسيدل د اسلام سُنَّت دے
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په اودس کښې اوسيدل مستحب (يعنې د ثواب کار دے)۔ په فتاویٰ رضويه کښې دي: هميشه په اودس کښې اوسيدل د اسلام سُنَّت دے۔ ([3])
په اودس کښې د اوسيدو 7 ديني فائدې
امام اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بعضې عارِفينو (رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم)