Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

د ټولو جوړونو سره دے۔ کله چې اودس کوونکے د څټ مسح کوي نو د لاسونو په ذريعه برقي رَو ووځي او په شا رګ کښې ذخيره کيږي او د ملا د تير د هډوکي نه د تيريدو سره د بدن په ټول اعصابي نظام کښې خوريږي او د دې نه اعصابي نظام ته توان حاصليږي * په اودس کښې د سُنَّت مطابق د ښپو وينځلو سره د خوب د کمي، د دماغو د خُشکئ، د ويرې او مايوسئ په شان خطرناک مرضونه لرې کيږي۔ ([1])

   خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اندازه اولګوئ! د اودس څومره ښکلي برکتونه دي۔ الله پاک دې مونږ له هميشه په اودس کښې د اوسيدو توفيق راکړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

راځئ! په آخره کښې د اودس يو څو آداب زده کوؤ:

د اودس د يو څو آدابو بيان

د اودس فرائض: په اودس کښې 4 فرائض دي: (1): د سنګلو پورې لاسونه وينځل (2): مخ وينځل (3): د سر د څلورمې حصې مسح کول (4): او د ګِيټو سره ښپې وينځل۔ د دې اندامونو پوره وينځل فرض دي۔ که چرې د يو ويښته همره ځائے هم وَچ پاتې شي نو اودس به نه کيږي او که اودس اونشو نو لمونځ به هم نه کيږي۔ ځکه اودس ډير په احتياط سره کول پکار دے * بلکه مستحب (يعنې د ثواب کار دے) چې خاص طور په يخنئ کښې د اودس نه مخکښې د اودس اندامونه د تيلو په شان په اوبو غوړ کړے شي، د دې سره به د څرمن وچ ځيونه لمده شي او اوبه به په آسانئ سره ټولو ځيونو ته اورسي * خو ياد ساتئ! په اوبو باندې د غوړولو سره به اودس نه کيږي۔ په اودس کښې د اندامونو وينځل فرض دي او د وينځلو مطلب دے: چې د اوبو کم نه کم 2


 

 



[1]... وضو اور سائنس ، صفحہ:10تا 16ملتقطًا۔