Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

د اودس سائنسي برکتونه

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! په اودس کښې د  اوسيدو په برکت سره د ډيرو بيمارو نه حفاظت کيږي مثلاً: * په اودس کښې د اوسيدو په برکت سره هائي بلډ پريشر قابو کيدے شي * په اودس کښې د لاس وينځلو په برکت سره: (1): په لاسونو باندې د ګَرمکو راختلو (2): د څرمن د خارښ، (3): ايګزيما وغيره بيمارو نه حفاظت ممکن دے۔ په اودس کښې خُلې ته د اوبو اچولو او  د مسواک په برکت سره (1): د ايډز په شان د تکليف رسوونکې بيمارئ (2): د وَخکو د شليدو (3): د معدې د مرضونو (4): د بلغمي بيمارو نه حفاظت کيږي او د غړ غړو په برکت سره د مرئ د  مرضونو نه تر ډيره حده پورې بچ وي، دغه شان پوزې ته د اوبو اچولو په برکت سره * د پوزې د بے شميره پټو مرضونو * د دائمي نزلې، د پوزې د زخم وغيره نه حفاظت کيدے شي * په اودس کښې د مخ د وينځلو په برکت سره د الرجي نه د مخ حفاظت کيږي، د ده مساج کيږي، وينه د مخ په لور روانه شي، خيرے وغيره ترې لرې کيږي او د مخ ښکلا يو په دوه شي * په سنګل باندې درې غټ رګونه دي د کومو تعلق چې د زړه، ځيګر او دماغو سره دے او د بدن دا حصه عام طور پټه وي که چرې په دې باندې اوبه او هوا نه لګي نو ګڼ شمير دماغي او اعصابي مرضونه پيدا کيدے شي۔ په اودس کښې د سنګلو پورې د لاسونو وينځلو سره زړه، ځيګر او دماغو ته توان ميلاؤيږي * د سر او د څټ ترمينځه حَبلُ الوَريِد يعنې شا رګ دے د ده تعلق د ملا د تير د هډوکي او حرام مَغز او د بدن