Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره رساله مطالعه

اے عاشقانِ رَسُول! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د فتنو نه ډک په دې اوسني دور کښې د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي په زړونو کښې د عشقِ رسول رابيدارولو، د نيکئ دعوت ورکولو او د اُمَّت نيک لمونځ ګزاره جوړولو په کوشش کښې مصروف دے، تاسو هم د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن اونيسئ، په 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او دُنيا بے شميره برکتونه به مو نصيب شي۔ په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار هفته واره رساله مطالعه هم ده۔ راځئ! د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو:

غير مسلمه مسلمان شو۔۔۔!!

د هندوستان د يو اسلامي ورور څه داسې بيان دے: زه د کُفر په تيارو کښې ورَک ووم، يوه ورځ چا د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله احترامِ مسلم په تحفه کښې راکړه ما چې اولوستله نو حيران پاتې شوم چې کومو مسلمانانو ته ما د نفرت په نظر کتلي دي د هغوئي مذهب اسلام دومره د امن پيغام ورکوي! د رسالې ليک په ما باندې ډير اثر اوکړو او په زړه کښې مې د اسلام مينې کور اوکړو۔ يوه ورځ ما په بس کښې سفر کولو چې د يو څو ګيرې والوؤ او عمامو والوؤ اسلامي وروڼو قافله هم په بس کښې کښيناسته، ما چې ورته اوکتل نو پته راته اولګيده چې دا مسلمانان دي، زما په زړه کښې د اسلام سره مينه د مخکښې نه پيدا شوې وه ځکه ما د احترام په نظر هغوئي ته کتل، په دې کښې يو اسلامي ورور د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په شان کښې نعت شريف