Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

اوبو سره د اودس کولو او که اوبه ميلاؤ نه شي نو په خاورې سره د تيمم کولو حکم اوکړے شو۔

د دې دواړو خبرو په باره کښې حُجَّةُ الاِسلام امام محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير ښکلي مدني ګلونه راکړي دي، راځئ چې واورو:

د دوزخ اور مړ کيږي

امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: شريعت د پاکئ (يعنې اودس او غُسل) د پاره 2 څيزونه مقرر فرمائيلي دي: (1): اوبه (2): خاوره۔ په اوبو باندې مونږه اودس او غُسل کوؤ، په خاوره باندې تيمم کوو۔ امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: لږ غور اوکړئ! په دُنيا کښې دا دواړه څيزونه د اور مړ کولو د پاره پکار راځي، چې په اور باندې اوبه واچوې نو اور مړ شي، چې اوبه نه وي نو خاوره پرې واچوه، په دې باندې هم اور مړ کيږي۔ معلومه شوه: چې اوبه او خاوره دواړه د اور مړ کولو د پاره په کار راځي، ځکه چې کله مومن انسان د دې په ذريعه باندې اودس او غسل کوي نو د دې (په برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!) د دوزخ اور مړ شي۔ ([1])

دلته د الله پاک يو بَل کرم ته اوګورئ! د اور کار دے: سيزل۔ د اوبو کار دے: مړ کول۔ د دنيا دا اور کوم چې د دوزخ د اور نه څو درجې کم اور والا دے، دا اور که چرې مړ کول وي نو زياتې اوبه پکار وي، که چرې اور زيات وي، اوبه کمې وي نو اوبه به  اوسوزي، اور به نه مړ کيږي خو د الله پاک د کرم نه قربان شم! د دوزخ اور د دنيا د اور


 

 



[1]... سلوۃ العارفین، باب الطہارۃ، صفحہ:  164۔