Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                       وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د  دُرُودِ پاك فضيلت

پيرانِ پير، پير دستګير حُضُور غوثِ اَعظم شيخ عبد القادِر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل ژوند يوه ډيره اوږده موده په مجاهدو کښې تيره کړه، کله چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په بغداد شريف کښې عِلمِ دين حاصلولو، د هغوئي معمول وو چې د مدرسې سبقونه به ئې اولوستل نو د ځنګلونو په لور به وَتَلو، هلته به ئې سبق يادولو او په عبادتونو کښې به هم مصروف اوسيدلو، د هغه زمانې خبره ده، يوه ورځ حُضُور غوثِ اعظم شيخ عبد القادِر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو غار سره نزدې يوه ګټه اوليدله، په هغه ګټه باندې يو درودِ پاک ليکلے شوے وو، ورسره دا هم ليکلے شوي وو چې دا درودِ پاک (کوم چې په ګَټه باندې ليکلے شوے دے)، د ده په يو ځل لوستلو د 50 زره درود شريف ثواب ميلاويږي، حُضور غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه درود شريف اوليکلو او هغه به ئې لوستلو، وروستو يوه ورځ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته په خوب کښې د خوږ آقا، د مکې مدينې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د هغه درود شريف په باره کښې پوښتنه اوکړه: (چې واقعي د هغه درود شريف په لوستلو د 50 زره درود شريف