Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail
نه څو درجې زيات طاقت ور دے، د اودس د پاره چې کومې اوبه استعماليږي هغه ډيرې کمې وي خو الله پاک په خپل کرم باندې په دې کمو اوبو باندې د دوزخ زيات اور مړ کوي۔
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د اوداسه 4 فرائض دي: (1): د سنګلو سره لاسونه وينځل (2): مخ وينځل (3): د سر مسح کول (4): د ګِيټو سره ښپې وينځل۔ په اوداسه کښې صرف دا 4 فرائض ولې کيښودے شو؟ امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې يو حکمت بيانوي او فرمائي: د قيامت په ورځ باندې (بنيادي) عذابونه هم څلور دي: (1): مخ توريدل، الله پاک فرمائي:
یَّوۡمَ تَبۡیَضُّ وُجُوۡہٌ وَّ تَسۡوَدُّ وُجُوۡہٌ ۚ (پارہ:4، سورۂ آلِ عمران:106)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: په کومه ورځ چې به بعضې مخونه پړقيږي او بعضې مخونه به تور وي۔
(2): عمل نامه په ګڅ [کيڼ] لاس باندې ميلاؤيدل، الله پاک فرمائي:
وَ اَمَّا مَنۡ اُوۡتِیَ کِتٰبَہٗ بِشِمَالِہٖ ۬ۙ فَیَقُوۡلُ یٰلَیۡتَنِیۡ لَمۡ اُوۡتَ کِتٰبِیَہۡ (ۚ۲۵) (پارہ:29، سورۂ الحاقة:25)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: او هغوئي کومو ته چې به عمل نامه په ګڅ [کيڼ] لاس کښې ورکړے شي وائي به هئ په څه طريقه ما ته زما عمل نامه نه راکړے کيده۔
(3-4): د سر او ښپو نه نيول او دوزخ ته غورځول، په سورۀ رحمان کښې دي: