Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

د زړه او دماغو ګناهونه هم رژيږي

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ واقعه واوريدله، هغوئي اودس اوکړو، بيا ئې مُسکا اوکړه او يو حديثِ پاک ئې بيان کړو چې کله انسان اودس کوي نو د مخ وينځلو سره د مخ او د لاسونو د وينځلو سره د لاسونو او د سر د مسح سره د سر او د ښپو د وينځلو سره د ښپو ګناهونه رژيږي۔

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه: چې اودس د ګناهونو د وينځلو نُسخه ده۔ د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې قِسمه مفهوم د يو حديث شريف لاندې فرمائي: ياد ساتئ! دلته صِرف د هغه اندامونو (يعنې د مخ، لاسونو، سر او ښپو) د ګناهونو معافي مُراد نه ده بلکه د اودس په برکت سره ټول  تر دې پورې چې د زړه او د دماغو ګناهونه هم معاف  کيږي۔ ([1]) مفتي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: دلته د ګناهونو نه واړه ګناهونه مُراد دي ځکه چې غټ ګناهونه د توبې نه بغير او د بنده ګانو حقونه د صاحبِ حق د معافئ نه بغير نه معاف کيږي۔ مطلب دا دے چې کوم کَس ښه اودس کوي، د هغه د ټولو اندامونو (واړه) ګناهونه د دې اوبو سره ځي۔ ([2])

د امامِ اعظم د نظر کمال

 اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د اودس کولو سره ګناهونه رژيږي، په دې باره کښې د ايمان نه ډکه يوه واقعه واورئ! هم دا رنګه حضرت علامه عبد الوهاب شعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل امامِ اعظم ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د کوفې د لوئي جُمات د اودسونو ځائے ته تشريف يوړلو نو يو


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح ، جلد:1 ، صفحہ: 297 بتغیر قلیل ۔

[2]... مرآۃ المناجیح ، جلد:1 ،صفحہ: 234 بتغیر قلیل ۔