Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

Book Name:Ba Wuzu Rehnay Ke Fazail

چې دا کار زمونږه محبوب (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) کړے دے، بس مونږ له هم کول دي؟ ولې کول دي؟ چې اوئې کړو نو څه به ميلاؤيږي؟ که نه ئې کوؤ نو څه نقصان به وي؟ په دې خبرو کښې به هغوئي نه راتلل۔

 * د مسلمانانو وړومبے خليفه حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: په کوم امر چې به آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عمل کولو زه هغه د کولو نه بغير نه پريږدم، که چرې زه د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حال نه څه امر پريږدم نو زما سره ويره ده چې زه د سُنَّت نه مُنحرف شم۔ ([1])

اللہ اللہ یہ شوقِ اتباع                                                                                                                                کیوں نہ ہو صدیقِ اکبر تھے

 * د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د کله نه چې ما سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بغير د چڼ کړو وړو په ډوډئ خوړلو ليدلے دے نو د هغې نه پس چرې هم زما د پاره د چڼ کړے شوؤ وړو ډوډئ نه ده پخه کړے شوې۔ ([2])

 * د مسلمانانو دريم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يوه ورځ د چيلئ د مخکښينئ خپې غوښه را اوغوښته او د جُمات په دروازه کښې کښيناستو او اوئې خوړله، بيا ئې د تازه اودس کولو نه بغير لمونځ ادا کړو، بيا ئې اوفرمائيل: يوه ورځ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دې ځائے باندې ناست وو او د چيلئ د مخکښينئ ښپې غوښه ئې خوړلې وه، بيا ئې هم داسې کړي وو، ځکه ما هم د هغوئي ادا، ادا کړه۔ ([3])


 

 



[1]... بخاری ، کتاب : فرض الخمس، باب فرض الخمس، صفحہ: 793، حدیث : 3093۔

[2]... طبقات ابن سعد ، ذکر طعام رسول اللہ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم   ... الخ، جلد:1 ، صفحہ :301   ۔

[3]... مسندِ  امام احمد ، جلد: 1، صفحہ: 198، حدیث: 449۔