Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

نشت برابر وو، اوبه به ورته هم په پيسو اخستل نه وې او پيداوار يـې درې قِسمه وو، بيا د پوره اوبو ميلاويدو په وجه دواړه باغونه تازه هم وو، لہٰذا کجورې هم ښه په کثرت سره اوشوې، انګور هم ښه ډير اوشول او فصل هم ښه ښکلے اوشو، بيا د دې سره سره هغه کافِر له نور هم ډير زيات مال او دولت ورکړے شوے وو. د هغه سره، سرۀ زر هم وو، سپين زر هم وو او نور هم ډير زيات مال وو.

بيا د دومره مال په وجه هغه غاوره شو، په فخر او تکبر کښې اخته شو او دويم کَس کوم چې مسلمان وو او غريب هم وو، دا مالداره کَس غاوره شو او مسلمان ته يـې اووئيل:

اَنَا اَكْثَرُ مِنْكَ مَالًا وَّ اَعَزُّ نَفَرًا(۳۴) (پارہ:15، اَلْکَہْف:34)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: زه ستا نه زيات مالدار يم او د کسانو په اعتبار هُم زيات طاقت لرم.

يعنې * زه ستا نه ډير مالداره يم * زما سره طاقت هم ډير دے * زما قوم *او خاندان هم غټ دے * او زما نوکران هم زيات دي.

  بيا دا غاوره کيدونکے ډير په خوشحالئ خوشحالئ خپل باغ ته داخل شو او د تکبر نه يـې اووئيل:

مَاۤ اَظُنُّ اَنْ تَبِیْدَ هٰذِهٖۤ اَبَدًاۙ(۳۵)  (پارہ:15، اَلْکَہْف:35)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: زه ګمان نه کووم چې دا (باغ) به کله فنا شي.

هغه کوم چې مسلمان وو، اګر که غريب وو خو د ايمان لازوال دولت ورسره وو، هغۀ، هغه مالداره غاوره کيدونکي ته په نصيحت کښېاووئيل:

اَكَفَرْتَ بِالَّذِیْ خَلَقَكَ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ سَوّٰىكَ رَجُلًاؕ(۳۷) لٰكِنَّاۡ هُوَ اللّٰهُ رَبِّیْ وَ لَاۤ اُشْرِكُ بِرَبِّیْۤ اَحَدًا(۳۸) وَ لَوْ لَاۤ اِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَآءَ اللّٰهُۙ-لَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللّٰهِۚ-اِنْ تَرَنِ اَنَا اَقَلَّ مِنْكَ مَالًا وَّ وَلَدًاۚ(۳۹) فَعَسٰى رَبِّیْۤ اَنْ یُّؤْتِیَنِ خَیْرًا مِّنْ جَنَّتِكَ وَ یُرْسِلَ عَلَیْهَا حُسْبَانًا مِّنَ السَّمَآءِ فَتُصْبِحَ صَعِیْدًا زَلَقًاۙ(۴۰) اَوْ یُصْبِحَ مَآؤُهَا غَوْرًا فَلَنْ تَسْتَطِیْعَ لَهٗ طَلَبًا(۴۱) (پارہ:15، اَلْکَہْف:37تا41)