Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

کريم هيڅکله هم نه خوښيږي، لہٰذا غاوره کيږه مه بلکې د الله پاک شکر ادا کړه...!!

خو د هغه غير مسلمه مالداره سر ته د دولت نشه ختلې وه، هغه په غرور او تکبر او فخر او غاورتيا کښې اخته وو، بيا د هغه د فخر او تکبر نتيجه څه راغله...!! په هغه باندې د الله پاک عذاب نازل شو، د هغه ګڼ، شنه باغونه هر څه تباه شول، د هغه په نور مال او اسباب باندې هم عذاب راغے، د هغه هر څه برباد شول، بيا هغه لاس مروړل او په ارمان سره يـې د هغه غريب مسلمان نصيحت يادولو او وئيل يـې:

یٰلَیْتَنِیْ لَمْ اُشْرِكْ بِرَبِّیْۤ اَحَدًا(۴۲) (پارہ:15، اَلْکَہْف:42)

کاش چې ما خپل رب سره څوک نه وے شريک کړے.

کاش چې ما د هغه مسلمان نصيحت منلے وے...!! ([1]) خو

چې اوبه د ورخه تيرې شي نو بيا څه کيدے شي.

الله پاک فرمائي:

وَ لَمْ تَكُنْ لَّهٗ فِئَةٌ یَّنْصُرُوْنَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَ مَا كَانَ مُنْتَصِرًاؕ(۴۳) هُنَالِكَ الْوَلَایَةُ لِلّٰهِ الْحَقِّؕ- (پارہ:15، اَلْکَہْف:43، 44) [مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او هغه سره څه داسې ډله نه وه چې د الله په وړاندې ئې د هغه مدد کړے وے او نه هغه پخپله د بدل اخستلو قابل وو (۴۳) دلته معلومه شوه چې ټول اختيار د رښتيني الله دے.

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا ډيره ښکلې خبره ده، د قرآنِ کريم دا جمله په خپل زړۀ باندې نقش کول پکار دي: اَلْوَلَایَةُ لِلّٰهِ الْحَقِّؕ- ټول اختيار د رښتوني الله دے. مونږه په کومه خبره باندې غاوره شو، په کومه خبره باندې فخر اوکړو، په کومه خبره باندې تکبر اوکړو؟ زمونږه څه دي؟ اَلْوَلَایَةُ لِلّٰهِ الْحَقِّؕ- ټول اختيار د رښتوني الله دے.


 

 



[1]... رُوْحُ الْمَعَانِی، پارہ: 15، سورۂ کہف، زیر آیت:32 تا 42، جلد:8، صفحہ:344 تا 356 خلاصۃً۔