Qaroon Ko Naseehat

Book Name:Qaroon Ko Naseehat

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: آيا ته هغه سره کُفر کوې چا چې ته د خاورې نه جوړ کړې، بيا ئې د نُطفې نه، بيا ئې ته بالکل صحيح سړے جوړ کړې(۳۷) ليکن (زه خو هُم دا وايم چې) هُم هغه الله زما رب دے او زه هيڅ څوک هُم د خپل رب شريک نه جوړووم(۳۸)  او داسې ولې اونشو چې ته کله خپل باغ ته تلے وے نو وئيلے دې وے: (چې : دا هر څه هٰغه دي) څه چې الله اُوغوښتل، ټول قُوَّت هُم د الله په مدد سره دے.که ته ما په خپله مقابله کښې په مال او اولاد کښې کم وِينې(۳۹) نو نزدې ده چې زما رب ما ته ستا د باغ نه بهتر عطا کړي او ستا باغ باندې د آسمان نه تندرونه راپريباسي نو هغه هوار ميدان پاتې شي(۴۰) يا د دې باغ اوبه په زمکه ننووځي، بيا ته دا هيڅ کله تلاش نه کړے شې(۴۱)

يعنې اے غاوره کيدونکيه! تا به داسې ولې کول...؟ آيا تۀ د هغه قدرتونو والا رَبّ تَعالٰی نه انکار کوې * چا چې د خاورې نه نطفه جوړه کړه * بيا يـې د دې نطفې نه تۀ صحيح سلامت اندامونو والا انسان جوړ کړې. څومره ښه به وه چې تۀ باغ ته داخل شوے وے نو د الله پاک د نعمتونو اقرار دې کړے وے، هغه نعمتونه دې خپل فضيلت نۀ بلکې د الله پاک انعام ګڼلے او د هغه شکر دې ادا کولے او وئيلے دې: مَا شَآءَ اللہ، لَا قُوَّۃَ اِلَّا بِاللہ که چرې تا داسې کولے نو ستا د پاره به بهتره وه. خو تۀ غاوره کيږې او ما غريب او نادار ګڼې، آيا دا مـمکنه نه ده چې په دې باغ باندې آسماني تندر راپريوځي او هر څه تباه او برباد شي او الله پاک ما ته ستا د دې باغ نه هم بهتر باغ راعطا کړي.

يعنې الله پاک تا ته مال عطا کړو، زه يـې غريب اوساتلم، دا د هغه تقسيم دے، د هغه عنايت دے، هغه چې چا له غواړي، څنګه غواړي ساتي يـې، په دې کښې د غاوره کيدو څه خبره ده، دا خو هم مـمکنه ده چې تۀ کنګال شې او ما ته مال عطا کړے شي، آيا بيا به دا صحيح وي چې زه غاوره شم...؟ نۀ...!! هيڅکله هم نه، غاوره انسان د رَبِّ