Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

ډير مضبوط جوړ کړے وو پۀ هغې کښې ستاسو دښمنان اباد شول. اوس تاسو خپل حال ووايئ! دا يـې چې واوريدل نو د يو قبر نه اواز راغے: اے اَميرَ المُؤمِنِين! * زمونږه کفنونه وشليدل او ټوټې ټوټې شول * زمونږه ويښته ورژيدل * زمونږه څرمنې ټوټې ټوټې شوې * زمونږه سترګې پۀ مخونو باندې راوبهيدلې * زمونږ د سپيږمو نه نوونه بهيږي * مونږ چې څۀ مخکښې ليږلي وو (يعنې چې څنګه عمل مو کړے وو) هغۀ مو بياموندو * چې څۀ مو وروستو پريښودل پۀ هغې کښې مو نقصان وشو. ([1])

آخِرت کی فکر کرنی ہے ضَرور                                                                     زندَگی اِک دن گزرنی ہے ضَرور

قبر میں  میِّت اُترنی ہے ضَرور                                                                     جیسی کرنی ویسی بھرنی ہے ضَرور

ایک دن مرنا ہے آخِر موت ہے                                              کر لے جو کرنا ہے آخر موت ہے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! پۀ دې حکايت کښې د حضرت مولیٰ مُشکل کُشا، عَلِـیُّ الْمُرْتَضٰـی، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د رِفعت او عظمت او د اوريدو د طاقت يوه نظاره ښکاره شوه چې هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د مَړو نه د هغوئي د برزخ د حالاتو پوښتنه وکړه، جوابونه يـې واوريدل او هغوئي ته يـې د دُنيا حالات ارشاد ووفرمائيل، يقيناً دا د هغوئي عظيم الشان کرامت دے. پۀ دې روايت کښې زمونږ د پاره د عِبرت خبرې هم دي چې څوک پۀ هُم دې دُنيا کښې خپلې عقيدې او اعمال نۀ ښۀ کوي، د دنيائي خواهشونو پۀ جال کښې انښلي او د آخرت نه غافله پاتې کيږي د هغۀ قبر به د هغۀ د پاره د سختو کور جوړيږي او د دې دُنيا دا بے ځايه فِکرونه او خواهشونه به د هغۀ هيڅ پکار رانشي بلکې صِرف د دُنيا د مال راجمع کولو پۀ فِکر کښې اوسيدونکے او بيا هم پۀ دغه حالت کښې مړ کيدونکے او قبر ته کوزيدونکے به د خپل دنيائي مال نه هيڅ فائده


 

 



[1]...  تاریخِ دمشق، جلد:27، صفحہ:395