Book Name:Mola Ali Aur Fikr e Akhirat

پۀ ايکسيډنټ کښې مړ شو * فلانکي به احتياط نه کولو، ځکه بجلۍ ونيوو او مړ شو، داسې مونږه خپل ځان له د دروغو تسلي ورکوو او ځان مطمئين کوو حالانکې رښتيا خبره دا ده چې دلته څوک راغے، هغه به ضرور ځي يعنې خامخا به مړ کيږي. الله پاک فرمائي:

كُلُّ نَفْسٍ ذَآىٕقَةُ الْمَوْتِؕ- (پارہ:17، الانبیا:35)

[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:  هر نفس د مرګ خوند څَکونکے دے.

دا مرګ دے، دا به هر چا له راځي، د مرګ تعلق نۀ د صحت سره دے، نۀ پۀ احتياط سره د ګاډي چلولو سره دے، مرګ نۀ د بيمارۍ په وجه راځي، نۀ د ايکسيډنټ په وجه راځي، دا خو ظاهري اَسباب دي ګنې مرګ خو د بدن نه د رُوح د وَتلو نوم دے او رُوح د الله پاک پۀ حکم سره ووځي، مَلَکُ الموت (يعنې حضرت عزرائيل) عَلَیْهِ السَّلَام  يـې اوباسي، * څومره ځلمي وو چې د بوډا توب پۀ انتظار وو خو نن پۀ قبر کښې دي * څومره صحت مند دي چې صحت هغوئي پۀ دهوکه کښې اچولي وو، نن د هغوئي بدنونه پۀ قبرونو کښې وراسته شوي [او خاورې شوي] دي، *څومره داسې دي چې پۀ خپل طاقت باندې به يـې غرور کولو، نن د قبر خاورې د هغوئي ټول تکبر د ځان سره خاورې کړے دے، د کله نه چې دُنيا جوړه شوې ده، پۀ اربونو، کهربونو خلق دُنيا ته راغلل او لاړل، نۀ مخکښې دلته څوک بچ پاتې شوي دي، نۀ به مونږه بچ پاتې شو. الله پاک فرمائي:

اَلَمْ یَرَوْا كَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ اَنَّهُمْ اِلَیْهِمْ لَا یَرْجِعُوْنَؕ(۳۱) (پارہ:23، یٰس:31)

[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:   آيا هغوئي اُونه ليدل چې مونږه د هغوئي نه مخكښې څومره قومونه هلاک کړل چې هغوئي اوس د دوئي طرف ته راګرځيدونکي نه دي.

*-*-*-*-*

بے وفا دنیا پہ مت کر اِعتبار                                                                     تُو اچانک موت کا ہوگا شکار