Book Name:Kamil Momin Kon

مسلمانان څوک چې د عشق پۀ طاقت باندې اوچت مقام ته رسيدلي وو، د خاورو ډيري ترينه جوړ شوي دي۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يقين وکړئ چې پۀ فضولياتو کښې اخته کيدل، وخت بربادول د مسلمانانو د شان خلاف کار دے۔ د يو رښتوني مسلمان پۀ ژوند کښې فراغت نومې څۀ لفظ نشته، دلته دا وئيلے شي چې وزګار ناست ووم نو بس د ځان د مشغولتيا د پاره مې دا کار شروع کړو، هسې ټائم پاس کووم وغيره۔ دا د ايمان والؤ انداز نه دے، يو مسلمان چرې هم فارغيدے نشي، الله پاک فرمائيلي دي:

فَاِذَا  فَرَغْتَ فَانْصَبْ ۙ(۷) (پارہ:30، اَلَم نَشْرَح:7)

(مفهوم)ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  نو چې کله تۀ (د نـمانځه نه)وزګار شې نو (پۀ دُعا کښې)ښه کوشش کوه۔

حضرت قاضي شُرَيح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دوه کسان پۀ فضول کار وليدل نو اوئې فرمائيل:
اَلْفَارِغُ مَا اَمَرَ بِھَذَا يعنې فارغ کَس ته د دې کار حکم نه دے ورکړے شوے، الله پاک فرمائي: ([1])

فَاِذَا  فَرَغْتَ فَانْصَبْ ۙ(۷)  (پارہ:30، اَلَم نَشْرَح:7)

(مفهوم)ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو چې کله تۀ (د نـمانځه نه)وزګار شې نو (پۀ دُعا کښې)ښه کوشش کوه۔

يعنې خپل فارغ وخت پۀ عبادت کښې تير کړه! مطلب دا دے چې کله د يو عبادت نه وزګار شې نو بَل عبادت شروع کړه او يو سعت هم د عبادت نه خالي مۀ تيره وه چې د


 

 



[1]... انوارِ جمال مصطفےٰ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم ، صفحہ:323 بتصرف ۔