Book Name:Kamil Momin Kon

کيښودے شي، ډيرې ډيرې ګينټې پۀ فضولياتو کښي نۀ بلکې پۀ ګناهونو کښې ضائع کولے شي * يقيناً سالګره کول څۀ ګناه نه ده خو دلته چې کوم انداز اختيار کړے شوے دے، دا د فضولياتو بلکې د ګناهونو والا دے * نن سبا د مسلمانانو د ژوند مقصد صرف خوراک څښاک کول او مزې کول پاتې شوے دے * د دوستانو محفلونه دي * د هوټلو کثرت دے * ډيرې ګينټې بلکې ډيرې شپې پۀ ګپونو کښې ضائع کولے شي * بيا يـې باقي پاتې کسر موبائل او سوشل ميډيا ويستے دے * يو وخت وو چې نادانه ماشومانو به د مور پلار نه پۀ پټه ويډيو ګيمز کتل * پۀ کور کښې خو د دې اسباب نه وو، ماشومان به بهر دکانونو ته تلل او پۀ دې کښې به هم ويريدل چې هسې نه بابا مې اونه ويني، څوک خپل مې اونه ويني او زما شکايت ونکړي * اوس دا حالت دے چې مور پلار پخپله بچو له د ويډيو ګيمز سامان راوړي * بلکې اوس خو يـې پخپله هم کوي * عجيبه قِسم د اخلاقو خرابوونکي ګيمز راغلي دي * ماشومان، ځلمي، اولاد، مور پلار ټول پکښې اخته وي * پۀ فيس بُک، يوټيوب باندې پوسټونه ګوري، ريلز (Reels)، شورټس ګوري * فضول سکرولنګ کوي، ډيرې ډيرې ګينټې اوس پۀ فضولياتو کښې ضائع کيږي * شپې تيرې شي * خوب يـې نه پوره کيږي * طبيعت يـې خراب وي * د کولو کارونه ترينه نيمګړي پاتې شي۔ آه! افسوس!

زمانے کے انداز بدلے گئے                                                                        نیا راگ ہے، ساز بدلے گئے

حقیقت خرافات میں کھو گئی                                                                                   یہ اُمّت روایات میں کھو گئی

بجھی عشق کی آگ اندھیر ہے                                                                          مسلماں نہیں خاک کا ڈھیر ہے

وضاحت: د زمانے انداز بدل شو، اوس خو خبرې هم بدلې شوې، نوې نوې طور طريقې اختيارولے کيږي، آه! افسوس چې د حقيقت ځائے خراباتو نيولے دے، آه! دې اُمَّت خپل اصلي روايتونه هير کړي دي، آؤ! آؤ! د عشق وور مړ شو، تيارۀ راخوره شوه،