Book Name:Kamil Momin Kon

قومونه مسلمانان وويني نو هغوئي ووائي چې ([1])

یہی وہ ہیں کہ جن کے واسطے خَتْمُ الرُّسُل آئے      انہی پر ختم ہے ”خَیْرُ الْاُمَمْ“ کی جلوہ سامانی

وضاحت: دا هٰغه خوش قِسمته اُمَّت دے، د چا د هدايت د پاره چې الله پاک د ټولو نه خپل محبوب نبي، خَاتَمُ النَّبِيِّينَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم راوليږلو، دې اُمَّت ته د خَيرُ الاُمَم لقب ورکړے شوے دے۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا ده د يو مسلمان اَوَّلينه ذِمَّه واري چې مسلمان هميشه خَيرُ الاُمَم يعنې بهترين اُمَّت جوړ شي۔ يقيناً چې څوک بهتر وي، هغۀ آئيډيل (Ideal) هم وي او څوک چې آئيډيل وي، هغوئي د نورو نقل نه کوي، نور پۀ هغوئي پسې روان وي، لہٰذا پکار خو دا ده چې مسلمان داسې جوړ شي چې * نور قومونه د دوئي پيروي وکړي (يعنې پۀ دوئي پسې روان شي]* د مسلمان اخلاق داسې اعلیٰ وي چې نور قومونه د مسلمانانو نه اخلاق زده کړي * د مسلمان کردار داسې اعلیٰ وي چې نور قومونه د کردار د بهترۍ د پاره د دوئي صحبت اختيار کړي * د يو مسلمان عادتونه * د هغۀ افعال * د هغۀ خبرې * طور طريقې * چال چلن داسې بهتر وي چې هغۀ آئيډيل جوړ کړے شي، د هغۀ پيروي وکړے شي، نور قومونه د هغۀ پۀ کردار، اخلاقو او عادتونو باندې رَشک وکړي او هغۀ ته وګوري او ژوند ترينه زده کړي۔

خو افسوس چې نن حالات اُلټا دي، خَيرُ الاُمَم (يعنې بهترين اُمَّت) مونږ يو، پکار خو دا وه چې مونږ د نورو د پاره آئيډيل جوړ شوے وے خو مونږ نور قومونه خپل آئيډيل جوړ کړل، پکار خو دا وه چې نورو قومونو زمونږ نقل کړے وے خو مونږ نقل کوونکي جوړ شو، مونږ د نورو نقل شروع کړو * پۀ کړه وړه کښې د کافرانو نقل *


 

 



[1]...عرفانی تقریریں، بیان: زوال کے  اسباب، صفحہ:99 بتغیر قلیل۔