Book Name:Kamil Momin Kon

يهودي پخپله راغلو او اوئې وئيل: جناب! زما د ناوې پۀ ذريعه د غورځيدونکي نجاست پۀ وجه خو تاسو ته څۀ شکايت نشته؟ حضرت مالک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير پۀ نرمۍ سره ووئيل: د ناوې نه چې کوم ګند راپريوځي هغه وينځم، يهودي ووئيل: تاسو ته د دومره تکليف باوجود غصه نه درځي؟ اوئې فرمائيل راځي خو څښم يـې ځکه چې (پۀ څلورمه سيپاره، سورۀ آلِ عمران آيت نمبر 134 کښې) د خدائے رحمان فرمانِ مبارک دے:

وَ الْکٰظِمِیْنَ الْغَیْظَ وَ الْعَافِیْنَ عَنِ النَّاسِ ؕ وَ اللّٰہُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ (۱۳۴)ۚ     (پارہ:4، سورۂ آلِ عمران:134) (مفهوم)ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او غُصَّه څښلو والا او خلق معاف کوونکي دي او الله د نيکو خلقو سره محبت فرمائي۔

د حضرت مالِک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا ښکلے جواب يـې چې واوريدو نو هٰغه يهودي کلمه ووئيله او مسلمان شو۔ ([1])

نگاہِ ولی میں وہ تاثیر دیکھی                                                                                      بدلتی ہزاروں کی تقدیر دیکھی

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا وو مخکښيني مسلمانان۔۔۔!! د هغوئي د اخلاقو او کردار نه د متاثره کيدو سره به کافرانو کلمه وئيله او نن زمونږه حال څۀ دے؟ زمونږ د ليدو سره به کافِران څۀ مسلمانان شي بلکې ډيره لرې نه ده چې اُلټا د اِسلام نه نفرت شروع کړي۔


 

 



[1]... تذکرۃ الاولیاء مترجم، صفحہ:32۔