Book Name:Kamil Momin Kon

فرمائيل: د سمندر پۀ مينځ کښي چې د چا کشتۍ ماته شي نو هغۀ به هم زما نه پۀ ښه حالت کښې وي۔ پوښتنه ترينه اوشوه چې داسې ولې؟ اوئې فرمائيل: زۀ ګنهګار بنده يم او څۀ نيکۍ چې مې کړې دي، هغه به قبولې شوې وي او که نه زما پۀ مخ باندې به راويشتے کيږي، ما ته معلومه نه ده۔ ([1])

یا الٰہی !جب بہیں آنکھیں حِسابِ  جُرْم میں        اُن تبسم ریز ہونٹوں کی دُعا کا ساتھ ہو

یا الٰہی!جب حسابِ خندۂ بیجا رُلائے                                           چشمِ گریانِ شفیعِ  مُرتجٰے کا ساتھ ہو

یا الہٰی!رنگ لائیں جب مری بے باکیاں             اُن کی نیچی نیچی نظروں کی حیاکا ساتھ ہو([2])

وضاحت: يا الله پاکه! د محشر پۀ ورځ چې کله زما د نافرمانو حساب ما ويروي او د سترګو نه مې اوښکې روانې شي۔ اے کاش چې د هٰغه وَالضُّحیٰ مخ والا خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مُسکو شونډو دُعا زما ملاتړ شي۔ يا الله پاکه چې کله قيامت قائم شي او د حساب او کتاب ويره مې ژړوي۔ کاش چې هٰغه وخت د اُمَّت پۀ غم کښې د اوښکو توئيونکي آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت مې نصيب شي۔ يا الله پاک چې کله زما د بے باکيانو او بے حيايۍ نه پرده لرې شي، هٰغه وخت د ښکته نظر لرونکي، حيا دار آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حيا فيضان مې نصيب شي۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا هم د کامِل ايمان نخښه ده چې د چا ايمان څومره مضبوط وي نو پۀ هغۀ باندې هٰغه همره د الله پاک ويره غالبه وي۔ کاش چې زمونږه هم د الله پاک د ويرې دولت نصيب شي۔ پۀ مونږ کښې به د الله پاک نه ويره څنګه پيدا کيږي؟ * دې د پاره دې د قرآنِ کريم د تلاوت معمول جوړ کړے شي، خاص طور هٰغه


 

 



[1]... آداب الحسن البصری، صفحہ:25 -26 -27، ملتقطًا۔

[2]... حدائقِ بخشش، صفحہ:133۔