Book Name:Kamil Momin Kon

آيتونه پۀ کومو کښې چې د الله پاک د عذاب، د دوزخ او د قيامت ذِکر دے، هٰغه آيتونه دې د ترجمې او تفسير سره ولوستلے شي او پۀ ذهن کښې دې کښينولے شي او ښه پۀ توجه دې بيا بيا د هٰغه آيتونو تلاوت وکړے شي * پۀ حديثونو مبارکو کښې د الله پاک د ويرې بيان دے، داسې حديثونه دې ولوستلے شي * د الله پاک نه د ويريدو پۀ بابله ليکلے شوي کتابونه دې ولوستلے شي * د الله پاک نه د ويريدونکو بزرګانِ دِين سيرت دې ولوستے شي * جدول دې جوړ کړے شي او روزانه يا کم از کم پۀ هفته کښې دې يو ځل هديرې ته د تللو معمول جوړ کړے شي، هلته دې فاتحه شريف هم ولوستلے شي، ورسره دې پۀ دې خبره هم غور وکړے شي چې ډير زر به زۀ هم قبر ته راځم، هٰغه وخت به د بے وسۍ حالت څۀ وي؟ بيا دې د قبر پۀ معاملو هم غور وکړے شي او پۀ زړۀ کښې دې د الله پاک نه د ويرې پيدا کولو او زياتولو د پاره يو بَل مَدَني ګل کوم چې د امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تعليماتو نه حاصليږي هغۀ دا چې پۀ ابتداء کښې د الله پاک نه ويره صرف د يو خيال پۀ شان وي، پۀ زړۀ کښې راشي او ختمه شي، کله ناڅاپه پۀ زړۀ کښې د قبر خيال راشي، کله د قيامت پۀ ورځ د الله پاک پۀ حضور کښې د حاضرۍ خيال راشي، کله د دوزخ خيال راشي، دا خيال بس د يو څو سيکنډو د پاره وي او دا خيالونه د د الله پاک نه د ويريدو پۀ باره کښې د لوستلو سره، د الله پاک نه د ويرې پۀ باره کښې د بيانونو وغيره اوريدو سره حاصليږي، بيا چې کله دا خيالونه زړۀ ته راتلل شروع شي نو بيا ضروري دا ده چې دا خيالونه پۀ زړۀ کښې پاخه کړے شي، مثلاً روزانه د شپې پۀ تنهايۍ کښې کښيناستے شي او د قبر او د آخرت تصور وکړے شي، بيا بيا هديرې ته حاضري وکړے شي، داسې به بيا بيا د د الله پاک نه د ويرې د خيالونو کښينولو سره اِنْ شَآءَ اللہُ! پۀ ورو ورو دا خيالونه پۀ زړۀ کښي پاخه شي۔