Book Name:Kamil Momin Kon

رَبِّ کريم هغوئي د ځان خوا له اوبللو۔ مُشرِک ووئيل چې آيا د هغوئي څۀ نخښه ستاسو سره شته؟ مونږ جواب ورکړو: آؤ! د الله پاک کتاب دے۔ اوئې وئيل: راوړئ! ما ته يـې وښايئ!

بيا مونږ هغۀ ته قرآنِ کريم وښودلو۔ هغۀ چې ورته وکتل نو اوئې وئيل: ما له خو د دې لوستل نه راځي۔ نو مونږ هغۀ ته ولوستو او واورولو۔

الله! الله! د قرآنِ کريم څومره ځانګړے شان دے، مونږ چې څنګه تلاوت وکړو، د قرآنِ مجيد مقدس الفاظ د اثر غشي جوړ شول او د هغۀ پۀ زړۀ ولګيدل، بيا هغۀ تلاوت اوريدو او ژړل يـې، آخِر يـې ووئيل: دا چې د کومې هستۍ کلام دے، حق جوړيږي چې د هغۀ نافرماني ونکړے شي۔ دا يـې چې ووئيل نو هٰغه پخواني مُشرِک کلمه ووئيله او مسلمان شو۔

بيا مونږ هغۀ د ځان سره پۀ سمندري جاز کښې کښينولو۔ پۀ لاره کښې مو هغۀ ته د قرآنِ کريم يو سُورت هم وښودلو۔ چې کله شپه شوه نو مونږ ټول د خپلو بسترو پۀ لور روان شو نو هٰغه نوي مسلمان ووئيل: اے قومه! هٰغه خدائے د کوم سره چې تاسو زۀ اشنا کړم، آيا هغۀ هم اوده کيږي؟ مونږ ووئيل: نۀ، هغۀ حَیّ و قَیُّوم دے، هغۀ له نۀ خوب ورځي او نۀ پرې پرکالي راځي۔ دا يـې چې واوريدل نو هٰغه نوي مسلمان شوي ووئيل: دا بے ادبي ده چې بنده د خپل مالِک پۀ وړاندې اوده وي۔ دا يـې چې واوريدل نو هغۀ ودريدو، ټوله شپه ولاړ وو او ژړل يـې، ژړل يـې، تر دې پورې چې سحر شو۔

عبدُ الواحِد بن زيد فرمائي: چې کله مونږ عِبَادان (نومې ښار) ته ورسيدو نو مونږه دوستانو پۀ شريکه څۀ رقم راجمع کړو او هٰغه نوي مسلمان شوي له مو ورکړو۔ رقم ته چې يـې وکتل نو اوئې وئيل: دا څۀ دي؟ مونږه ووئيل: مونږ ستا مدد کوو۔ هغۀ پۀ بے نيازۍ سره ووئيل: سُبْحٰنَ اللہ! تاسو ما ته هٰغه لاره وښودله کومه چې تاسو ته پخپله هم نه