Book Name:Kamil Momin Kon

ده معلومه۔ چې زۀ کله پۀ جزيره کښي ووم، د غيرُ الله عبادت مې کولو، الله پاک هٰغه وخت زۀ وږے اونه ساتلم نو اوس به مې څنګه ضائع کوي؟ دا يـې چې ووئيل نو هغۀ زمونږ نه جُدا شو۔

ډيره موده پس زۀ خبر شوم چې د هٰغه نوي مسلمان ځنکدن دے، زۀ زر د هغۀ خوا له لاړم۔ سلام مې وکړو او بيا مې ترينه پوښتنه وکړه: آيا څۀ حاجت شته؟ اوئې وئيل: هٰغه رَبِّ کائنات کوم چې ما پيژندلو هم نۀ، هغۀ تاسو جزيرې ته د راوليږلو سره زما حاجت پوره کړے وو، اوس هيڅ حاجت نشته۔ فرمائي: د دې نه لږ سعت پس هٰغه نوے مسلمان وفات شو او د رَبّ پۀ حضور کښې حاضر شو۔

بيا ما د هغۀ تجهيز وتکفين (يعنې د غُسل او کفن اغوستو )وغيره فريضې ترسره کړې، جنازه مې وکړه او دفن مې کړو۔ د شپې ما خوب وليدو چې يو ښکلے ګنبد دے، د هغې نه لاندې يو ښکلے شان تخت دے، پۀ تخت باندې يوه ډيره ښکلې حُوره ناسته ده او هٰغه نوے مسلمان ډير پۀ ښه حالت کښې د حُورې پۀ خوا کښي ناست دے، حُوره هغۀ ته بيا بيا وائي: ([1])

سَلٰمٌ عَلَیْکُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَی الدَّارِ (ؕ۲۴) (پارہ:13، الرعد:24)

(مفهوم)ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  پۀ تاسو دې سلامتيا وي ځکه چې تاسو صبر وکړو نو د آخرت ښه انجام څومره ښکلے دے۔

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! رَبِّ رحمان چې پۀ چا باندې رحم وکړي نو د هغۀ پۀ مزو سر شي۔ مونږه اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانان يو، د ايمان والا يو، راځئ چې د الله پاک


 

 



[1]... (مواعظِ ابن جوزی، ص:۴۰)۔