Book Name:Kamil Momin Kon

د غير مسلمه پۀ کور کښې پيدا شوے وے نو پته نه لګي چې چرته به ذليله کيدلے۔ دا د هغۀ کَرم دے۔

خو د سوچ خبره ده، د مثال پۀ طور يو سړے دے، هغۀ ته د خپل پلار پۀ ميراث کښې يو کروړ روپۍ ميلاؤ شوې، څۀ ګڼئ چي هغۀ به دا يو کروړ روپۍ پۀ خزانه کښې کيږدي او پۀ ارام به کښيني؟ نۀ۔۔۔!! پۀ هغې باندې به کاروبار کوي، د هٰغه يو کروړ نه به د  دوه، درې، څلور کروړه جوړولو کوشش کوي۔ بيا غور وکړئ چې ايمان مونږ ته پۀ ميراث کښې ميلاؤ شوے دے، کلمه مونږ د مور پۀ غيږه کښي وئيلے وه او دا ايمان يو کروړ نۀ بلکې د دُنيا د ټول دولت نه لوئي دولت دے خو زمونږ حالت ته وګورئ چې دا دولت مونږ ته پۀ ميراث کښې ميلاؤ شوے وو، بس مونږ هم پۀ دې باندې مطمئين يو، د دې د زياتولو راسره هډو فِکر نشته، د دې د نور مضبوطولو، د ايمان پۀ درجو کښې د وړاندې تللو زمونږ سره هډو فِکر نه وي۔

الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم وکړي، دا هم زمونږه ذِمّه واري ده، رَبِّ کريم فرمائيلي دي:

یٰۤاَیُّہَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اٰمِنُوْا  (پارہ:5، النساء:136)

(مفهوم)ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  اے ايمان والؤ! ايمان ساتئ!

يعنې اے ايمان والؤ! د خپل ايمان فِکر وکړئ! دا نور هم مضبوط کړئ!

الله پاک دې مونږ ته د دې توفيق راعطا کړي۔ راځئ چې د کامِل مؤمِن د نخښو پۀ باره کښې واورو او بيا د هغې د اختيارولو نيت هم وکړو: