Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron
کښې د اِمامِت او پيشوايۍ ذوق وي، د دوئي زړونه ستا د مَحَبَّت نه ډک وي، هم د دې مَحَبَّت له وجهې دوئي د دواړو جهانونو نه بے پروا کيږي او بس هم بندګان پاتې شي، نۀ دوئي مالِ غنيمت غواړي، نۀ خپلې جنډې لګول غواړي، د دوئي مقصد، د دوئي مطلوب خو صرف دا وي چې د الله پاک پۀ نوم باندې خپل سرونه قربان کړي او پۀ دې وجه کامياب شي۔
الله پاک دې زمونږه هم داسې ذوق، داسې شوق نصيب کړي۔۔۔!! پۀ مونږ خو که معمولي پريشاني راشي نو * شور شروع کړو * د بے صبرۍ نه کار اخلو * ګيلې کوو * د نيکو نه مخ اړوو، دا کربلا والا دي * پۀ دوئي کښي د الله پاک د مَحَبَّت جذبه ده * ذوق لرونکي دي * نيکان پرهيزګاران دي * دا د رَبّ د رضا د پاره د خپل هر څۀ قربانولو والا خلق دي * هيڅ مشکل * هيڅ پريشاني دوئي د رَبّ د دروازے نه نشي لرې کولے۔۔۔!! الله پاک دې مونږ ته د دې کربلا والؤ فيضان راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د کربلا د وړومبي شهيد نا اشنا ارمان
د کربلا پۀ ميدان کښې چې څومره خوش قِسمته شريک وو، د هٰغه ټولو ايماني جوش او جذبه هم ډيره د کمال وه۔ پۀ کتابونو کښې ليکلي دي: د کربلا پۀ ميدان کښې چې کوم وړومبي خوش قِسمته د شهادت مرتبه حاصله کړه، هغۀ حضرت مُسلِم بن عَوسَجَه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وو۔ هغوئي د يزيد فوځ ته داخل شو، يزيديان يـې خپل انجام ته ورسول، خپله بهادري يـې وښودله، آخر چې کله زخمي شو او زمکې له يـې تشريف يوړلو نو اِمامِ عالي مقام، اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل مئين خوا له لاړو، بدن يـې زخمي دے، وينه ترينه نه بهيږي، ساه يـې راماته شوې وه، اوس يـې بس آخري سلګۍ وې، اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغوئي خوا ته ورنزدې شو، حضرت حبيب بن مُظَهِّر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم ورسره وو، حضرت حبيب ووفرمائيل: اے مُسلِمه! اے زما دوسته! ستا دې مبارک شي! د شهادت مرتبه حاصلوونکے او جنَّت ته تلونکے يـې۔