Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

وضاحت: مرګ خو به هم هر بنده له راځي، که پۀ بستره باندې وي او که پۀ بَل ځائے کښې، داسې بنده عام طور هير کړے شي خو څوک چې د الله پاک د نوم د کلمې د سر لوړي د پاره د دې دُنيا نه رخصت شي نو هغه تر تر تله ياد ساتلے شي۔

د خبرو غازيان

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو وکتل چې صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به د دِين پۀ لاره کښې څنګه قربانۍ ورکولې۔ خو آه! نن مونږ بهانې کوو * زمونږ سره د دُنيا د هر يو کار د پاره وخت شته خو د دِين د خِدمت د پاره * د قرآن او حديث زده کولو د پاره * د عِلمِ دِين حاصلولو او نورو ته د رَسَوَلو د پاره راسره وخت نشته * د خپل عيش او عشرت د پاره پۀ زرګونو پۀ لکونو روپۍ هم لګوو خو د دِين د خدمت د پاره د مال قربانولو لړ کښې مو زړۀ درزيږي * د خپلو صلاحيتونو استعمالولو سره خو ډيره دُنيا راجمع کوو خو د دِين د پاره خپل صلاحيتونه نۀ وړاندې کوو * د ځان قرباني خو غټه خبره ده، مونږ خو د وخت او مال قرباني هم نشو ورکولے۔۔۔!!

تھے تو آباء وہ تمہارے ہی مگر تم کیا ہو...؟                 ہاتھ پر ہاتھ دھرے مُنْتَظِر فردا ہو

وضاحت: مخکښيني مسلمانان څوک چې زمونږ پلار نيکونه وو، هغوئي به د الله پاک پۀ لار کښې د خپلو ځانونو د نذرانو وړاندې کولو نه لږه شان ډډه هم نه کوله خو نن زمونږه حالت دا دے چې يو ښپه مو پۀ بَله اړولې وي او د غيبي امداد انتظار کوو۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چې نن مونږ غور وکړو! آخر هغه کومه يوه جذبه وه د کومې جذبې لاندې چې اِمامِ عالي مقام اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ داسې عظيمُ الشانه قرباني پيش کړه، صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم قدم پۀ قدم قربانۍ ورکړې۔ خبره هم دا ده چې * هغوئي د اوچتې مرتبے کامِل ايمان والا وو * پۀ هغوئي کښې د ايمان جذبه وه او * آه! نن سبا اکثر مسلمانان د ايمان د کمزورۍ ښکار دي * د هغوئي مخې ته به هر وخت د الله او د رسول رضا وه خو افسوس چې نن سبا د مسلمانانو اکثريت اوس دې اړخ ته هډو توجه نه ورکوي * پۀ هغوئي کښې د الله او د رسول د مَحَبَّت