Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

پۀ دې وخت کښې د حضرت مُسلِم بن عوسجه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ايمان جذبه څنګه وه، واورئ! هغوئي د اِمامِ عالي مقام اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ لور اشاره وکړه او حضرت حبيب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته يـې ووفرمائيل: اے حبيبه! تا ته زما وصيت دے چې زما د اِمامِ حفاظت کوه، شهيد شه خو چې زما اِمام ته هيڅ تکليف اونه رَسي۔ ([1])

الله! الله! دا څنګه مَحَبَّت دے۔۔۔!! د ايمان څومره جوش دے، آخري سلګۍ يـې دي، بس يو څو منټه پس د هغوئي بچي يتيمانان کيدونکي دي، کور ودانې يـې کونډه کيدونکې ده، پۀ دې وخت کښې ورسره هم نۀ د بچو فِکر دے او نۀ د کور ودانې فِکر دے، نۀ ورسره د څۀ بلې دنيائي معاملې فِکر دے، آؤ! چې کوم فِکر ورسره دے نو هغه هم دا يو فِکر دے چې زۀ خو شهيد کيږم، زۀ خو پۀ خپل اِمام باندې ځان قربانووم، د دې نه پس چې زما اِمامِ ته تکليف اونه رَسي۔

د کربلا د يو بَل ځان قربانوونکي د ايمان تازه کوونکي قربانۍ ذِکر واورئ!

د حضرت وَهب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ځان قربانول

حضرت وَهب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بنو کَلب قبيلے ځلمے وو، والد صاحب يـې وفات شوے وو، د بوډۍ کونډې مور يو ځوي وو، د نوي نوي واده يـې صرف 17 ورځې شوې وې، يوه ورځ مور بي بي پۀ ژړا د هغوئي خوا له راغله او اوئې فرمائيل: ځويه! تۀ زما د سترګو نُور يـې، زۀ ستا د جدايۍ غم خو برداشت کولے نشم خو نن د قربانۍ وخت دے، د کربلا پۀ ميدان کښې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نمسے د صبر او استقامت امتحان ورکوي، زما خواهش دے چې تۀ هم پۀ اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ باندې خپل ځان قربان کړې۔

فرمانبرداره ځوي د مور پۀ فرمائش باندې فوراً لبيک ووئيلو، ناوې کور ودانې يـې د خپلې نيکې ارادې نه خبر کړه او د کربلا د ميدان پۀ لور روان شو۔ د اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خِدمت کښې يـې سلام عرض کړو او پۀ وخت راتلو باندې يـې


 

 



[1]...  البدایہ و النہایہ، جز:8، جلد:4، صفحہ:579 ۔