Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

لور وروړاندې شو۔ پۀ روايتونو کښې دي: چې کله حضرت حُر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يزيد د لښکر نه ووتلو او د اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خدمت کښې حاضر شو نو يو يزيدي ورته غږ وکړو: اے حُر! مونږ خو تۀ عقلمند ګڼلې، نن تا دا څنګه فيصله وکړه۔۔۔؟ اکثريت د يزيد پۀ لور دے، ګټه به يزيد کوي، مال او دولت د يزيد سره دے، حکومت د يزيد دے، دا هر څۀ دې پريښودل او تۀ د اِمامِ حُسَين خوا له لاړې؟

 اوس د حضرت حُر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ايمان تازه کوونکے جواب واورئ! هغوئي ووفرمائيل: ما پۀ جنَّت او دوزخ کښې د جنَّت فيصله وکړه، پۀ خدائے مې دې قَسم وي۔۔۔!! که زۀ کټ شم، وسيزلے شم خو پۀ جنَّت باندې به هيڅ څيز له هم ترجيح ورنکړم۔ ([1])

ہزاروں میں بہتر تَن تھے تسلیم و رضا والے          حقیقت میں خُدا اِن کا تھا اور یہ تھے خُدا والے

یہ نعرہ حُرْ کا تھا جس وقت فوجِ نار سے نکلا                           کہ دیکھو! یُوں نکلتے ہیں جہنّم سے خُدا والے

حُسَین ابنِ علی کی کیا مدد کر سکتا تھا کوئی                                               یہ خُود مشکل کُشَا تھے اور تھے مشکِل کُشَا والے

دوائے دَرْدِ عصیاں پنج تن کے دَرْ سے ملتی ہے               زمانے میں یہی مشہور ہیں دارُ الشِّفا والے

سُبْحٰنَ اللہ! دا دے ايماني سوچ۔۔۔!! دا ده ايماني فيصله۔۔۔!! دا همت اسان نه وي، دا حوصله اسانه نه وي، الله پاک چې د چا سره د خير اراده ووفرمائي، دا همت هم هغوئي کوي۔

د جنَّت پۀ لور منډې کړئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې کښې زمونږ د پاره هم سبق دے، لږ غور وکړئ! * آيا مونږ ته معلومه نه ده چې پۀ نـمونځ کولو جنَّت ميلاويږي؟ پۀ نه کولو کښې د دوزخ حقداري ده؟ مونږ ته معلومه ده خو ترجيح څۀ له ورکولے شي؟ افسوس چې خلق کار روزګار له ترجيح ورکوي، دکاندارۍ له ترجيح ورکوي، د دُنيا


 

 



[1]... البدایہ والنہایہ ، جز:8، جلد:4، صفحہ:577۔