Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

جذبه وه خو آه! نن سبا زياتره مسلمانان د دُنيا پۀ مَحَبَّت کښې غرق دي * هغوئي د اعلیٰ کردار مالکان وو خو نن اکثر مسلمانان صرف د خبرو غازيان جوړ شوي دي۔

* آه! افسوس چې مونږ د دُنيا پۀ مَحَبَّت کښې ډوب شو * د الله پاک د رضا د کارونو نه لرې وتو * خپل ژوند مو پۀ ګناهونو ککړ کړو * او د خپل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُنَّتو عامِل جوړيدو پۀ ځائے مو د غيرو خلقو فيشن اختيار کړو او خپل حالت مو پخپله خراب کړو۔ افسوس! ډير افسوس چې مونږ د بے عملۍ پۀ سبب د ذِلت او رسوايۍ ژورې کندې ته ډير پۀ تيزۍ سره غورځيږو۔

اے خاصۂ خاصانِ رُسُل وَقتِ دُعا ہے             اُمّت پہ تِری آ کے عجب وقت پڑاہے

جو دین بڑی شان سے نکلا تھا وطن سے                پردیس میں وہ آج غریب الغربا ہے

ہم نیک ہیں یا بد ہیں پھر آخِر ہیں تمہارے   نسبت بہت اچھی ہے اگر حال برا ہے

تدبیر سنبھلنے کی ہمارے نہیں کوئی                                     ہاں ایک دعا تیری کہ مقبولِ خدا ہے

د ذِمّه وارۍ احساس پيدا کړئ

    خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له پۀ سنجيدګۍ سره د خپل کردار جائزه اخستل پکار ده * پۀ مونږ باندې لازم دي چې د خپلو ګناهونو نه رښتونې توبه کړو * پۀ خپل ځان کښي د ايمان جوش پيدا کړو * او دا ذهن جوړ کړو چې مونږ ته ضرور د دِين خدمت کول دي * کاش چې ټول دا مَدَني مقصد اختيار کړي چې ما ته د ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اِصلاح کوشش کول دي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

د يو مسلمان پۀ حيث که مونږه پۀ خپلو ذِمه وارو پوهه شو، د الله او د رسول پۀ مَحَبَّت کښې ډوب شو او د دې مَدَني مقصد پۀ پوره کولو مو لاس پورې کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ دواړو جهانونو کښې به مو بيړۍ پورې وځي۔

د نيکۍ د خبرو د ښودلو فضيلت

اِمامِ ابو نُعَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: الله پاک حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي ووفرمائيله چې