Karbala Ke Jaan Nisaron

Book Name:Karbala Ke Jaan Nisaron

د بدو کارونو نه نجات حاصل شو

د حيدر آباد (سندھ) د اوسيدونکي يو اِسلامي ورور د بيان خُلاصه ده: چې د دعوتِ اِسلامي دِيني ماحول ته د راتلو نه مخکښې زۀ د دُنيا پۀ رنګينو کښې ورک ووم او د غفلت نه ډک ژوند مې تيرولو۔ مَعَاذَ الله! اکثر به مې د ځان سره سندرې وئيلې، زما د [مور د اړخه د] ترور ځوي چا چې د دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول سره تعلق لرلو هغۀ به ما ته پۀ مدرسةُ الـمدينه بالِغان کښې د قرآنِ کريم د لوستلو دعوت راکولو، د هغۀ انفرادي کوشش رنګ راوړو او ما يوه ورځ پۀ مدرسةُ الـمدينه بالِغان کښې شرکت وکړو۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ مدرسةُ الـمدينه بالِغان کښې د تعليم حاصلولو پۀ برکت ما د صحيح مخارج سره د قرآنِ کريم لوستل هم زده کړل او د دعوتِ اِسلامي دِيني ماحول ته راغلم او پۀ دِيني کارونو کښې هم مصروف شوم۔ هم د دې دِيني کارونو پۀ برکت اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زما دوه ځله د عمرې سعادت هم نصيب شو۔ ([1])

تِرا شکر مولا دیا دینی ماحول                                                                                             نہ چھوٹے کبھی بھی خدا دینی ماحول

سلامت رہے یاخدا دینی ماحول                                                               بچے بد نظر سے سدا دینی ماحول

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

مَدَني قاعِده (Madani Qaida) موبائل ايپلي کيشن

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د قرآنِ کريم فيضان عام کولو د پاره د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن هم جاري کړے دے، د کوم نوم چې مَدَني قاعِده (Madani Qaida) دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې مکمله مَدَني قاعِده او د دې آډيو (Audio) شامله کړے شوې ده يعنې پۀ دې ايپلي کيشن کښې چې تاسو د مَدَني قاعِدې پۀ کوم حرف يا کوم لفظ باندې کلک (Click) کوئ، پۀ آډيو (Audio) کښې به د هغې تَلَفُّظ چليږي، داسې د دې ايپلي کيشن پۀ مرستې سره پۀ


 

 



[1]... سینما گھر کا شیدائی، صفحہ:7۔